ایکنا نیوز راپور راکوي، د چین د سنټ کانوس کلتور پوهنځي مشر ماشیتو په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې ووئيل، زما ترټولو زیات تحقیقات په تفسیرونو کې دي او د ډيرې مطالعې په خاطر په عربی ژبې پوهیږم، البته د شیعه تفسیرونو ته د نه لاس رسي په خاطر د اهل تسنن له تفسیري سرچینو استفاده کوو او د اهل تشیَع څخه ډير کم اطلاعات لرو، له دې پلوه د قرآن په نندارتون کې ګډون د لازیات ارتباط لپاره یو مناسب فرصت ګڼم او ایران ته مو سفر راکړی دی.
دغه څيړاند ټينګار کړی ، قرآن کریم یو ځانګړی کتاب دی او تفسیر له قرآن سره د چین د خلکو د بلدتیا لپاره یوه ښه لاره ده .د اهل تسنن او اهل تشیَع مذهب هر دواړه د یوې ریښې میوه دي او زه د شیعیانو لپاره د ډير زیات احترام قایل یم او ګروهمن یم چې دمونږ د پوهنځي او د حوزې دنړیوالې ټولنې ترمینځ علمي اړیکې رامینځةشي.