IQNA

د افغانستان په خوست کې د کابو سلو کسانو یو ډله ایز قبر موندل شوی

17:00 - February 13, 2024
د خبر لمبر: 3488712
د خلکو په باور شايد دا لومړۍ پېښه نه وي، ځکه چې افغانستان کې د کورنيو جګړو له امله په ګڼو سيمو کې بې رحمانه او ډله يزې وژنې شوې دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د خوست ولایت د شيخ زايد پوهنتون ته څېرمه د يو چیک ډیم د جوړولو پر مهال يو ډله ایز قبر موندل شوی، چې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه پکې موندل شوي دي.

د خوست ولایت ښاروال قاري بسم الله بلال وايي، ياد ډله ایز قبر د مرکز اړوند په «څړبني» سيمه کې موندل شوی، چې د را ايستلو لپاره یې د ولايت په کچه کمېټه ټاکل شوې او د تېرو دوو ورځو پر مهال د ۱۰۰ کسانو جسدونه را ايستل شوي دي.

ښاروال زياته کړې، چې د قبر د سپړلو پر مهال د زنانه لباسونه هم ترلاسه شوي او معلومېږي چې په دغه قبر کې ښځې او نارينه يو ځای تر خاورو لاندې کړل شوي.

د خوست ولايت اوسېدونکي وايي، په دغه ډله یز قبر کې خښ کړل شوي کسان په بې رحمانه ډول وژل شوي او بيا تر خاورو لاندې کړل شوي دي.

دوی وايي، ياده ټول وژنه د ۱۳۵۸ کال د جګړو پر مهال رامنځته شوې ده.

د خلکو په باور شايد دا لومړۍ پېښه نه وي، ځکه چې افغانستان کې د کورنيو جګړو له امله په ګڼو سيمو کې بې رحمانه او ډله يزې وژنې شوې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i146128

captcha