IQNA

ه هالینډ کې د قرآن پرسوځونکو عاملانو اعتراض کونکو حمله کړې (فیلم)

8:11 - January 15, 2024
د خبر لمبر: 3488570
ایکنا- د هالینډ په آرنهم ښار کې د بګیدا افراطي  ګوند د رهبر له خوا د قرآڼ کریم د سپکاوي په وخت ، یوشمیر اعتراض  کونکو پر هغه حمله وکړه.

ایکنانیوز  د ټایمز نونیوز  له قوله راپور راک، په ایکس ټولنیز چینل  د هالینډ د پګیدا ګوند دفراطي او زوړ پال  ګوند درهبر په ایکس پاڼې باندې  خپور شوی فیلم ښئ  چې د هالینډ ښار په یوه چوک کې  د قرآن کریم د یوې نسخې دسوځولو نیّت لري.

په دغه فیلم کې  ایډوین  واګنسفلډ چې د زوړپالو  غورځنګ دهالینډي څانګې رهبري  په غاړه لري، ښئ  چې د پولیسو په ملاتړ سره د آرنهم ښار په یوه چوک کې د قرآن کریم دیوې نسخې  دسوځولو لپاره  به یوه سطل یا بالټئ کې سوځیدونکي مواد و په غونډولو  لګیا دی.

واګنسفلډ د ۲۰۲۳کال په جنورۍ کې  هم د لومړي ځل لپاره د هالنډ د پارلیمان  په وړاندې د آسماني کتاب قرآن کریم  یوه نسخه شلولې وه . هغه همداراز  په کرتو د ترکیې، پاکستان،انډونیشیا او ډنمارک  دسفارتونو په وړاندې د قرآن کریم د نسخو سپکاوی کړی دی.

په دغه کلیب کې ځینی خاضر کسان  چې ظاهرا مسلمان دي، په واګنسفلډ حمله کوي. خو پولیس فوري لاس په کار کیږي څو دوي له هغه لیرې کړي . ددغه ښار دمسلمانانو دغوسې دغه اقدام  د دغه ښار د ښاروال  احمد مرکوش پهنسبت  چې ددغه شان اقدام کولو  اجازت ئې ورکړی دی ، راپارولی دی.

پګیدا  په ۲۰۱۴کال  کې په جرمني کې په درسډن کې  دعمومي  اړیکو دادارې دیوه مدیر  لوتز باخمان په وسیله تاسیس شو. باخمان په پیل کې  اعلان وکړ، له پګیدا تاسیس څخه ئې انګیزه  د په درسډن کې د  کردستان د کارګرانو د ګوند(پی کی کی)  د ملاتړو دیوې مظاهرې لیدل وو. او ددغه  لاریون په لیدو سره د پی کې کې لپاره د جنګي آوزازونو د لیږد په مخالفت کې  په فیسبوک کې دیوې ویب پاڼې  د جوړولو په فکر کې شوی ؤ.د ۲۰۱۴کال  په  دسمبر کې پګیدا  له نامې او تاریخ پرته پویوې صفحې کې په نولس مادو کې یوه اعلامیه  خپره کړه چې زیاتره د مهاجرانو له موضوع سره اړونده ده.

https://iqna.ir/fa/news/4193765 

captcha