IQNA

پاکستان کې له فلسطین سره د پيوستون د نړیوالې ورځې لاریون وشو

16:05 - November 30, 2023
د خبر لمبر: 3488353
د پاکستان د مختلفو پرګنو خلک پرون له فلسطین سره د پيوستون د نړیوالې ورځې د لمانځنې په موخه، سړکونو ته راووتل او د اسرائیلو د جنایتونو په غندلو سره یې د فلسطین د ولس له انتفاضې سره ژمنه تازه کړه.

ایرنا پرون خبر ورکړی چې له فلسطین سره د پيوستون د نړیوالې ورځې لاریونونه د سیاسي او مذهبي ډلو او د مدني ارګانونو په مرسته پرون د پاکستان په اسلام آباد، لاهور او کراچۍ ښارونو کې ترسره شو.

د فلسطین د ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو کې د فلسطین د ملاتړ د موسسې (PLF)  له خوا پرون د اسلام آباد د خبریالانو د کلب مخې ته د ښځو د فعالانو یوه غونډه جوړه شوه او حاضرینو د «لبیک یا اقصی» او « د قدس تر آزادۍ پورې جنګ» په شان شعارونه یې ورکړل.

مظاهره چیانو د مرګ پر اسرائیل او مرګ پر امریکا په شعارونو سره له اسلامي دولتونو څخه وغوښتل چې د فلسطین د خلکو د دفاع او د صهیونیسټانو د جنایتونو د مخنیوي لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

په سلګونو مدني فعالان، هنرمندان، ډاکټران او نرسان د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کې له فلسطینیانو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت سړکونو ته راووتل او د الاقصی د طوفان نومې عملیاتو په ملاتړ یې لاریون وکړ.

د فلسطین بیرغ په رپولو سره په دغه لاریون کې ګډون کوونکو په نیواکي فلسطیني سیمو کې د بشپړ اوربند غوښتنه وکړه او له لوېدیځې نړۍ یې وغوښتل چې د غزې د خلکو پرضد د بشریت ضده جنایتونو په خاطر له اسرائیلو څخه ځواب او حساب واخلي.

د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې هم د فلسطین د مقاومت جبهې پلویانو د پریس کلب مخې ته په راغونډېدو سره له فلسطینیانو سره د پیوستون نړیواله ورځ ولمانځله. هغوی د مرګ په اسرائیلو په شعارونو سره د صهیونیسټي دښمن پر وړاندې د فلسطیني مقاومت د جبهې د مبارزې ملاتړ وکړ.

د دغه رپورټ له مخې، د پاکستان د سینټ مشر محمد صادق سنجراني پرون ​​له فلسطین سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې له فلسطین سره د پاکستان د حکومت او خلکو د سیاسي او ډیپلوماټیک ملاتړ په دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د فلسطیني ځمکو د نیواک د دوام لپاره د اسرائیلو دسیسه به له ناکامۍ سره مخ شي.

د پاکستان د قومي اسمبلې یعنې ملي پارلمان مشر راجا پروېز اشرف هم د اسرائیلو له خوا د فلسطینیانو د جبری ایستلو د مخنیوی لپاره د نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه وکړه او ویې ویل: د صهیونیسټي رژیم جنایتونه به هېڅکله د فلسطینیانو د آزادۍ او یو خپلواک هېواد لپاره د مقاومت مخه ونه نیسي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i142378

captcha