IQNA

قرآني سورې/111

په مسد سورې کې د اسلام ددښمنانو د پرخلیک انځورونه

14:49 - September 04, 2023
د خبر لمبر: 3487900
ایکنا-(تهران) په دغو څو میاشتو کې ځینوکسانو په ښکاره توګه په سویډن کې د قرآن سپکاویو ته مخه کړې ده ،داسې پيښه چې په مختلفو هیوادونو ان تر سویډ کې ئې د مسلمانانو پراخ اعتراضونه راپورته کړي دي . دغه شان چلندونه به حتما د خداوندمتعال له خوا له سختو سزاګانو سره مخ  شي. هماغه خبر چې په قرآن کریم کې ورباندې ټينګار شوی دی.

د قرآن کریم یوسل یولسمه سوره ؛مسد ؛نومیږي. دغه سوره په پنځو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده . ؛مسد؛ چې یوه مکي سوره ده د نزول په ترتیب کې شپږمه سوره ده چې د اسلام پر ګران پيغمبر(ص) نازله شوې ده.

دغه سوره په دې دلیل چې ترټولو وروستئ کلمه؛مسد؛(د خرما له پټ څخه اوبتل شوي رسئ)ده،په نامې سره لوستل کیږی. دغه ټکی په قرآن کریم کې یو ځل راغلی دی.

مسد سوره د اسلام دین ته د پيغمبراکرم(ص) د ښکاره بلنې په پړاؤ کې نازله شوې ده.درسته سوره د ا؛ابولهب ؛  او دهغه د میرمنې په نامې سره ده . په دغې سورې کې د ابولهب  او دهغه د کارونو د نابودۍ خبره کیږي او دوي  د جهنم په عذاب کې په ښکیلیدا ګواښل کیږي .دغه سوره یوازینۍ سوره ده چې پکې د اسلام دیوه دښمن نامه راغلې ده. د سورې محتوا ښئ چې  ابو لهب او دهغې ماندنې د اسلام له ګران پیغمبر(ص) سره ډيرې دښمنۍ درلودې  او پیغمبر اکرم ئې په مختلفو رودو سره ډير اذیت کاوه او کړولو ئې .

دغه ښځه او خاوند د اسلام دین ته د خلکو د بلنې په پړاؤ کې د  رسول الله بزرګوار خاص دښمنان وو. دوي ډيرلګښتونه وکړل څو د اسلام د پراختیا  مخه ونیول شي.دهمدې لپاره دغه سوره په بشپړ توګه  پر دوي نفرین کوي او رټي ئې . البته  ځيني مفسران په دې اند دي چې دغه سوره یوازې د ابولهب  او دهغه د ماندنې  رټل نه دي ،بلکې د  اسلام د دښمنانو د برخلیک په باب ئې خبر ورکړی دی او ابولهب او دهغه ماندینه د  اسلام ددښمنانو په توګه معرفي شوي دي.

مسد سوره ، دابولهب ماندینه ام جمیل په   عبارت سره (د وچو لرګیو  یا خاشاک حمل کونکي)بللې ده.مفسرانو په دې باب چې ولې قرآن  دغه عبارت د هغې په باب کارولی دی ،مختلف تفسیرونه ئې وړاندې کړي دي؛ په هغو کې یو دا چې ام  جمیل  د دښتې ازغي پر شا وړل  و هغه مهال چې پیغمبر اکرم د لمانځه لپاره بهر راوتلی،نو دغه ازغی به ئې د هغه د پښو مخې ته غورځول څو اذیت شي.

یوه بله ځانګړنه چې دغې سورې د ابولهب ماندینې  لپاره مطرح کړې ده ، دا ده چې ؛ فِي جِيدِهَا حَبْلٌ مِنْ مَسَدٍ: پر غاړه ئې د خرما د پټ اوبتل شوي رسئ ده.(مسد-۵)

ځينی مسفران په دې اند دي چې دغه ځانګړنه د ابولهب د ماندینې له دنیاوي ژوند سره اړونده ده . په داسې حال کې  چې  میرمنو پر غاړه د طلا ښکلي آملونه  درلودل. هغې  پر غاړه د خرما د پټ آمل درلود او دغه انځور،د ابولهب میرمنې ته یو ډول سپک نظر دی.

ځینی هم وائي ، هغه څه چې په دغه آیت کې بیان شوي دي، جهنم ته د ابولهب د میرمنې د واریدیدا یو انځور دی .یعني  په داسې حال کې جهنم ته واریدیږي  چې  دخرما دپټ آمل به ئې پر غاړه وي او دغه انځور  د یوې هغې ښځې یا سړي  دبرخلیک  مثال  کیدلی شي، چې  له اسلام سره ښکاره دښمني کوي.

captcha