ایکنا د پارس ټوډي په حواله خبر ورکوي چې، د افغانستان د ختیځ په خوست ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکو په دغه ولایت کې د یوې خونړۍ چاودنې خبر ورکړی دی.د خوست د پولیسو مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې په دې ولایت کې په شوې نننۍ چاودنې کې ۳ کسان مړه او ۷ نور زخمي شوي دي.په دغې خبرپاڼې کې چې د کابل د امنیه قومندانۍ د ویاند خالد زدران په ټویټر خپره شوې ده، راغلي دي چې یاده چاودنه نن غرمه کابو یوولس بجې د خوست ښار په یو هوټل کښې رامینخته شوې او یوشمیر کسان په کښې مړه او ژوبل شوي دي.د دغې چاودنې پړه تراوسه چا نه ده منلې