IQNA

د ایکنا په نړیوال ویبینار کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې لوی منشي: بندیز، قرآن ته د سپکاوي کوونکو هېوادونو پروړاندې یو ډول انقلاب دی

10:08 - August 03, 2023
د خبر لمبر: 3487730
ایکنا – (تهران) د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې لوی منشي قرآن ته د سپکاوي کوونکو هېوادونو پروړاندې بندیز یو اغېزناک اوزار وګڼلو او وویل: بندیز یو انقلاب او مشروع غوښتنه ده؛ مګر باید پلان شوی او پراخ وي، مسلمانان او عربان هر یو په دې برخه کې مسئولیت لري.

د ګران کتاب نړیوال ویبینار د ایکنا په نوښت او د پوهنتوني کسانو له آنده قرآن ته د سپکاوي له تکرار څخه د مخنیوي لپاره د مهمو ګامونو د څېړلو په موخه د سه شنبې په ورځ د زمري په لسمه، چې د ۲۰۲۳ میلادي کال د آګیسټ له لومړۍ نېټې سره برابره وه، د دې قرآني رسنۍ په انګړ کې ترسره شو.

د قطر له هېواد څخه د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې لوی منشي، علي محي الدین قره داغي په دې ویبینار کې وویل: په دې ویبینار کې ګډون کول زما لپاره ویاړ دی او باید پوه شو چې زموږ هېڅ مقدسات د سپکاویو له زیان څخه په امان کې نه دي.

هغه زیاته کړه: دا سپکاوی نن سبا د نږدې دوه میلیاردو مسلمانانو مقدساتو ته شوی دی او موږ باید د سپکاوي کوونکو او د هغه د عاملانو له هغې جملې د صهیونیزم له تورنولو وړاندې، خپل ځان نقد کړو؛ ځکه، که څه هم اسلامي امت چې نږدې ۶۰ دولته دی، پریکنده درېځ مو نه دی نیولی.

قره داغي زیاته کړه: که زموږ د مسلمانانو له لوري یو واحد درېځ غوره شي، دښمنان هېڅکله نه شي کولای زموږ مقدساتو ته سپکاوی وکړي.

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې لوی منشي دوام ورکړ: دښمنانو وړاندې له دې، د سپکاوي په کاریکاتورونو سره  د اسلام ستر پیغمبر ته سپکاوی وکړ او نن سبا دا سپکاوی په سویډن او ډنمارک کې د قرآن سوځولو ته رسېدلی دی او زه په دې باور یم چې دا ډول کړنې به بند هم نه شي.

هغه څرګنده کړه: موږ د مسلمانو علماوو په ټولنه او همدارنګه له الازهر څخه، د سپکاوي کوونکو هېوادونو پروړاندې د ډیپلماتیک او اقتصادي بندیز غوښتنه کړې او دا بندیزونه باید د دوی لپاره واقعي ګواښ وي ترڅو خپله واقعي اغېزه ولري.

د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل: "زموږ یو بل سپېڅلی ارزښت، یعنې پر قدس شریف هم شپه او ورځ سپکاوی کېږي او قرآنکریم د فلسطین په جوماتونو کې څېري کېږي، او موږ د صهیونیسټي ښار ګوټه مېشتو له خوا اسلامي مقدساتو  ته د سپکاوي شاهدان یو.

هغه زیاته کړه، "له همدې امله، باید عملي درېځونه غوره کړو او بندیزونه باید پراخ او جامع وي او له هغو هېوادونو سره چې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کوي باید هر ډول معاملې ودرول شي، هېوادونه او ملتونه باید له هغو بانکونو څخه خپلې شتمنۍ وباسي، کوم چې له دغو هېوادونو سره تړاو لري."

https://iqna.ir/fa/news/4159840

captcha