IQNA

قرآني سورې/90 

نهائي خوشبخطۍ ته د رسیدا شرط

7:03 - July 02, 2023
د خبر لمبر: 3487562
 ایکنا-(تهران) انسانان د ځان لپاره یو نهائي هدف لري او  هغه همیشني او بشپړ خوشبخطئ ته رسیدل دي . که څه هم  دا یو مشترک هدف دی ،خو انسانان دغې موخې ته د رسیدا لپاره  مختلفې لارې ټاکي.

د قرآن کریم  نویمه سوره ؛بلد؛ نومیږي .دغه سوره په شلو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې یا جزوې کې واقع ده .؛بلد؛ چې یوه مکی سوره ده، د نزول په ترتیب کې،پنځه دیرشمه سوره ده چې پر پيغمبر اکرم(ص) نازله شوې ده.

؛بلد؛ د ټاټوبی او ښار په معنا دی .ددغې سورې په لومړي آیت کې خداي تعالی ؛بلد؛ ته چې  مکې ښار ته اشاره کوي، سوګند پورته کړی دی.

 د سورې اصلی چورلیز ددغه واقعیَت بیانول دي چې انسان په دنیا کې د ژوند له پیلیدا راهسې تر مرګ پورې،له سختئ او خپګان پرته آرامښت اوآسانتیا نه لري او بشپړ خوشبخطي  او راحتي  هم له سخطۍ پرته، یوازې په اخرت کې ممکن دی.

په مکې قسم خوړل  د هغه د لویوالي او پاکوالي د بیان لپاره دی .نو دې پسې  بیا دانسان پنځون او دې ته چې  دهغه ژوند له ډيرو کړاؤنو او سختیو سره یو ځاي دی ،اشاره شوې ده.

تر ټولو سخت البته  د انسان  ترټولو ارزښتمن  کارونه ، د مریّانو یا غلامانو  زادول ،له بینوا انسانانو سره مرسته او ورته خوړه رسول معرفي شوي دی  او خداوندمتعال  نیک کسان؛اصحاب میمنه؛(یعني د یمنین اصحاب ،جنتیان) او بدکار انسانان هم ؛ اصحاب مشئمه؛( دشمال اصحاب،دوزخیان )بللی دي.

دغه سوره په   «لااُقْسِم‌ُ» عبارت سره پيل شوې ده  او په دوهم آیت کې په مکې کې د اسلام د ګران پیغمبر(ص)شتون ته اشراه کیږي. ددغه عبارت زیاتره مفسرین  د قسم معنا کوي او ددغه قسم خوړلو دلیل هم د مکې لویوالی او پاکوالی  او همداراز په دغه ښار کې داسلام دګران پیغمبر(ص) شتون بللی دی.

یوه بله ډله  د «لا اُقْسِم‌ُ» عبارت په ظاهری بڼه معنا کړې ده.پر دې اساس ددغه آیت معنا داسې کیږي، چې ؛څرنګه په مکې قسم خوړلی شي؛حال دا چې ائ پیغمبره ! د تا احترام او ځائيګي ته سترګې نه غړوي:::

 دغه آیت  په  «فَلا اُقْسِم‌ُ بِمَواقِع‌ِ النُّجوم‌ِ: : نه (داسې ده چې فکر ئې کوئ) د(په خاصو او ټاکلو ځایونو)  ستورو په ځائيګیو قسم؛ ـ(واقعه سوره -75) سره پرتله شوی دی.د جاهلیّت په پړاؤ کې په ستورو قسم خوړل کید او خداي تعالی دغه کار منع کړی دی. په ؛بلد؛ سورې کې هم  دغه مفهوم ته اشاره شوې چې مشرکانو مکې ته د احترام په سترګه کتل، خو د اسلام د پیغمبر(ص) احترام ئې نه کاوه.

په ؛    والِد وَ ما وَلَدَ ؛ په هغه پلار قسم (داسې) او په هغه چا چې رامینځةئې کړی دی ؛ په دریم آیت کې ،دغه نظریه پیاوړي کوي.ددې په څير چې  په مکې ښار قسم خوړلو څخه مخنیوی وشو او  په ؛والد؛ او ؛ولد؛  باندې قسم خوړلو دهغو ځای ونیوؤ.ځیني مفسران ؛والد؛  ابراهیم او ولد اسماعیل  یا د اسلام پیغمبر(ص) ګڼلی دی.

 له دغو قسمونو خوړلو سره ارتباط ، په ورپسې آیت سره چې فرمائي ؛ لقَد خَلَقْنَا الاِنْسان‌َ فی‌کَبَد: بې شکه چې انسان مو په کړآؤ کې وپنځولو؛:(بلد-4) دا دی چې هماغه شان چې په هغه پړاؤ کې مکې ته اود خداي کور ته د رسیدو لپاره ډیرې سختیانې موجودې وې ،د ژوند په لاره کې هم دخدای په لاره د تلو لپاره او خداوندمتعال ته درسیدو لپاره هم ډيرې سختیانې شته دي او  خوشبختۍ ته د رسیدا شرط له دغو سختیو تیریدل  او زغمل دي.

captcha