IQNA

قرآني سورې/83

د کم خرڅونې په باب د یوې سورې خبرداری

14:25 - June 11, 2023
د خبر لمبر: 3487455
ایکنا-(تهران) پّ اسلامی قوانینو او مسلمانو ټولنو کې ،داقتصادي فعالیتونو او اقتصادی فعالانو لپاره خاص قوانین وضع شوي دي. د کم خرڅونې یا پلورنې په څير ځينی اقتصادي خلاف کارونو لپاره  ځيني سزاګانې په نظر کې نیول شوي دي .دغه سزاګانې یواې دغې دنیا  سره اړونده نه دي ،اوخدای تعالی کم پلورونکو خبرداری ورکړی دی چې دآخرت په ورځ به هم سزا شي.

د قرآن کریم درې اتیایمه سوره ؛مطففین؛نومیږی . دغه سوره په 36 آیتونو سره  دقرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده . مطففین  چې یوه مکي سوره ده د  نزول په تربیب کې هم  شپږاتیایمه سوره ده چې د اسلام پر ګران پیغمبر(ص) نازله شوې ده . مطففین  هغه ترټولو وروستۍ سوره ده چې په مکې کې او  او مدینې ته له رسیدا مخکې پر رسول الله بزرګوار(ص) نازله شوې ده.

؛مطففین؛ یعنی کم پلورونکي  یا  کم خرڅونکي  او په دې دلیل چې  دغه کلمه د سورې په لومړني آیت کې  راغلې ده ، په دغې نامې پيژندل کیږي. دغه سوره په وزن کولو او پلورنې کې کې د کم پلورونکو په رټلو سره ،دوي ګواښي چې د ټولنې اقتصادي نظم سره مه ګډوډي ،ځکه چې دقیامت پّ ورځ به ددغه کار په دلیل سزا شي.

د دغې سورې له لومړي تر دریم پورې آیتونه ، د کم خرڅونکو او په پير پلور کې د خلکو د حقوقو د نه ورکولو په باب دیني دستورات بیانوي او وائي ،دغه کار حرام او یوه لویه ګناه ده.

دغه سوره د قیامت د ورځې او  دهغې او  آخرت د دنیا د ځانګړنو په بیانولو سره    دوو ډلو معرفي کولو یعني له خدای سره دنزې خلکو او او ښو کسانو ډلې  او د بدکارو او مجرمانو د ډلې معرفی کوي او  په دغې دنیا کې  په مومنانو د کافرانو  له ملنډوډکې خندا ته اشاره کوي او وائي،د قیامت په ورځ مومنان دي چې پر کافرانو  خندیږي.

 ددغې سورې له اوم رانیولې تر ۲۱پورې په آیتونو کې د  درو ډلو نامې اخستل شوي دي. لومړنۍ ډله ؛فجار؛ (بدکاران) دي،چې هماغه د قیامت د ورځ دروغ بلونکي دي او  دهغوي د دروغو ریښه هم  دخدای دبندګۍ  پر قوانینو تیري  او په ګناهانو کې ډير والی دی. دوهمه ډله هم ؛ابرار؛(نیک کسان)دي ،  چې د فجار مقابل ټکی دی  او  دخداوندمتعال په نزد له لا لوړ ځائيګي او مقامه  او جنتي نعمتونو څخه برخمن کیږي. دریمه ډله هم د مقربانو (نزدې کسانو) ده چې مقام ئې له ټولو انسانانو لا لاوړ دی او دقرآن کریم  د وینا په اساس  دوي اهل یقین دي.

په دغې دنیا کې  په دې دلیل چې  کافران د قیامت په ورځ او آخري دنیا باندې اعتقاد نه لري، مومنانو  راغلي دي چې فرمائي؛ «وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ؛  او  د هرتیری کونکی ګناهګارپرته  دا بل څوک دروغ نه ګڼي.::علامه طباطبائي ددغه آیت په تفسیر کې  لیکي،معلومیږي ، هغه یوازینی خنډ چې  انسان  له ګناه غړوي،د قیامت په ورځ ایمان دی او  هغه څوک چې په شهوت کې ډوب وي ، او زړه  ئې په ګناه ککړ او تورټپ وي  او ورته ګروهنه لري،  دغه ټکی ته کاږل کیږي ، چې دقیامت ورځ انکار وکړي. 

captcha