IQNA

د نیویارک په ایمپاير سټيټ لوړې ودانۍکې د نیکمرغه اختر په مناسبت وپړکید

7:24 - April 23, 2023
د خبر لمبر: 3487228
ایکنا-(تهران) امپایر سټيټ ودانۍ یوسل دوه پوړیزه تجارتي ودانۍ ده چې د نیویارک ښار په منهټن روډ باندې واقع دی . امپآیر سټیټ بلډینګ  په ټول کال کې د نیویارک ښار په یوه ستر سمبول بدل شوی دی. امپایرسټيټ ټاؤر  له ۱۹۳۱کال څخه تر ۱۹۷۲کال پورې په مودې کې  د نړیوال تجارت دمرکز تر جوړیدا مخکې پورې د نړۍ تر ټولو لوړ ټاؤر حسابید.

ایکنا د  Global Village Space، له قوله راپور راکړ، د نیویارک امپایر سټیټ بلډینګ وړمه شپه د نیکمرغه اختر په مناسبت  رنګ په رنګ قمقمو او رڼا ګاڼو سره وپړکید او بیا پکې شنه رڼا پورته شوه.

ددغه مشهور بلډینګ په رسمي ټوټيټر پاڼې کې  کې ددغه اقدام د انځورونو په خپریدا سره راغلي دي، د روژې دنیکمرغه اختر په مناسبت  امپایر سټيټ بلډینګ په شنه رنګ سره وځلید.

دغه ودانۍ یو سمبولیکه نښه ده او له شنه رنګه پکې استفاده د اسلام یو سمبول دی چې دسولې او دوستۍ نښه ده . د نړۍ درست مسلمانان د روژې دمبارکې میاشتې دنیکمرغه کوچني اختر جشن لمانځي چې دا د روژې د مبارکې میاشتې او  دعبادتونو او معنویّت د میاشتې  په پاي کې جشن دی .

امپایر سټيټ ودانۍ یوسل دوه پوړیزه تجارتي ودانۍ ده چې د نیویارک ښار په منهټن روډ باندې واقع دی . امپآیر سټیټ بلډینګ  په ټول کال کې د نیویارک ښار په یوه ستر سمبول بدل شوی دی. امپایر سټيټ ټاؤر  له ۱۹۳۱کال څخه تر ۱۹۷۲کال پورې په مودې کې  د نړیوال تجارت دمرکز تر جوړیدا مخکې پورې د نړۍ تر ټولو لوړ ټاؤر حسابید.

https://iqna.ir/fa/news/4136006/

captcha