IQNA

قرآني سورې/41

په؛فُصِلت؛سورې کې د قرآڼ پر نه تحریف کیدا ټينګار

17:00 - December 15, 2022
د خبر لمبر: 3486604
ایکنا-(تهران)د مسلمانانو یوه عقیده د تاریخ په اوږدو کې د قرآن نه تحریف کیدا ده.پر دې اساس قران کریم هماغه دی چې پر پیغمبراکرم(ص)نازل شوی او یوه کلمه ورڅخه نه کمه شوي او نه ئې هم اضافه شوې ده.دا د قرآن یوه معجزه هم بلل کیږي.  

  د قرآن کریم یو څلویښتمه سوره ؛فٌصِلَت؛نومیږي.دغه سوره په ۵۴آیتونو سره دقرآن په ۲۴ او ۲۵سورو کې واقع ده. فصلت سوره یوه مکي سوره ده او د نزول به ترتیب کې یو شپیتمه سوره ده چې پر پیغمبراکرم(ص)نازله شوې ده.

د ؛فصلت؛ ټکی د ؛ په فصاحت سره بیان شوي ؛ په معنا دی،ځينو هم دغه ټکی؛برخه برخه؛ یا ؛سپرکی سپرکی؛ معنا کړی دی. دغه ټکی ددغې سورې په دریم آیت کې راغلی دی او په همدې وجه دغه سوره هم په همدې نامې مشهوره شوي ده.

فصلت سوره لازیات له قرآنه د کافرانو دمخ اړولو په باب خبرې کوي. دغه موضوع  ددغې سورې په مختلفو برخو کې تکرار شوې ده.د سورې په پیل کې تر شپږم آیت پورې د کناب د انکار موضوع تعقیبیږي،بیا په ۲۶آیت کې بیرته همدغه مطلب یادوي او فرمائي«وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ: او هغه  کسانو چې کافر شول ووئيل،دغه قرآن ته غوږکیږدئ او په دې کې چټي خبرې مه شاملوئ.شاید تاسو بریالي شئ:: اود دغې سورې په ۴۰ کې د دریم ځل لپاره همدغه خبره شوې ده چې فرمائي؛ «إِنَّ الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي آيَاتِنَا لَا يَخْفَوْنَ عَلَيْنَا أَفَمَنْ يُلْقَى فِي النَّارِ خَيْرٌ أَمْ مَنْ يَأْتِي آمِنًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ:؛ هغه کسان چې (په فهم او راي کې) د مونږ په آیتونو کې کاږه ځي له مونږه پټ نه دي آیا هغه څوک چې په اور کې اچول کیږي،لا ښه دي  یا هغه کسان چې د قیامت په ورځ آرامښت مومي،هرڅه وغواړي،ترسره کوي ئې چې  هغه په هغه څه چې ئې ترسره کوئۍ ئې ،خبر دی:: همداراز د سورې په آخر کې د قرآن دخداي  د کلام  کیدا په باب خبره شوې چې فرمائي؛ «قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ ثُمَّ كَفَرْتُمْ بِهِ مَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ هُوَ فِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ:؛ووایه ماته خبر راکړه  که (قرآن) له خداي لرَه (راغلی)وي  او  ورڅخه مو نکار کړی وي،نو له دې لا ګمراه به څوک وي چې  له لیرې راغلی ورسره مخالفت ته راپورته شوي وي.(د فصلت سوره -۵۲آیت).

د قرآن کریم تحریف نه شونه  یا دقرآڼ نه تحریف کیدا، د مسلمانانو یوه عمومی عقیده ده چې په اساس ئې په دې اند دي، هغه قرآن چې د مسلمانانو په لاس کې دی ،هماغه دی چې پر پیغمبر(ص) وحي شوی  او  نه څه شی ورزیات شوی  او نه هم ورڅخه څه شی کم شوی دی. مفسران او متکلمان  یا ویناوال  د هرډول تحریف په انکار یا ردولو کې ، پر ځينو آیتونو او روایتونو استناد کوي، د دغې سورې ۴۱آیت  او ۴۲آیتونه له همدغو آیتونو څخه دي.

د خدای له کتابه  د مشرکانو مخ اړول ددین ددرې واړو اصولو انکار دی چې د اسلام ددعوت او بلنې اساس جوړوي او هغه ، دخداي  وحدانیّت، د پيغمبر اکرم(ص) نبوت، او معاد  دي او لکه څنګه چې په کار کې دغه شان لازمه وه،نو ځکه ددغو درو اصولو په باب په تفصیل سره خبرې کوي اوپه ترڅ کې ځيری او خبرداری ورکوي.

یو بل هغه مطلب چې په دغې سورې کې مطرح شوی ،ځيني موضوعګانې دي چې په هغو کې ، دخدای دوحدانیّت،د خاتم الانبیاء(ص)د نبوت، د قرآن د خصوصیاتو او اوصافو  اونزول ، د معاد او د قیامت د حالاتو،د عاد او ثمود دقومونو د تاریخ   او دهغوي په ضد د جهنمیانو د د بدن د ټولو  غړو او د شهادت او ګواهۍ ورکولو موضوعګانې شاملې دي.

تړلې خبرونه
captcha