IQNA

د امریکا اسرائيلو وراسته رژيمونه به بې ځوابه پاتې نشي

15:37 - October 29, 2022
د خبر لمبر: 3486382
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان سردار حسین سلامي د شاهچراغ دغمیزې له عاملانوڅخه دغچ په اخستو باندې په ټينګار سره ووئيل،دامریکا،انګلستان،اسرائيلو،عربستان ورستو رژيمونو ته خبرداری ورکوو چې په همدغو ځوانانو سره به ستاسو په لور راشو او بې ځوابه به مو پرې نږدو.

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسداران عمومی قوماندان ټینګار وکړ،ولس پخپل ولولناک شتون سره تل امریکا سپکه  کړې او په کرتو ئې ثابته کړې ده چې دحضرت امام خمینی په فرمان سره؛ امریکا هیڅ نشي کولی.

زمونږخبریال راپورراکړ،دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  نن په شیراز کې د شاهچراغ دحرم دغمیزې دشهیدانو په دستورو کې ، داهل بیت  په دریم حرم کې  د ایران د یوشمیر مظلومو لمونځ ګوزارو اوزیارتوالو شهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو او ددغه وحشي ډوله او سپر جنایت په سختو ټکو  په محکومولو سره ووئيل، ولولناک  اوپرتمین اسلامی انقلاب به د دوکه شوو او په ګوته شمیر معاندو په شرارت سره  هیڅکله هم تاوان ونه ویني.

ایران پریس خبری آژانس راپور ور کړ، سردار حسین سلامي د شاهچراغ  حرم دشهیدانود  جنازو په دستورو کې د شیراز د ولس ولولناک شتون ، د ایران دقسم خوړلو دښمنانو چورلټه ماته وبلله او وې وئيل، د ایران دبصبیر او پوه ولس په صحنې کې شتون،د امریکا،اسرائيلو او نورو ګوډاګیو مرتجعو اوتالی څټو دښمنانو په ټَټرد وسپنیز غشي دروند ګوزار وکړ.

د  سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان  ددې خبرې په کولو سره چې  وروستۍ بلواوې اودسیسه د صهیوینسټي رژيم محصول دی ، ټينګار وکړ،دوي په تیرو ۴۳کلونو کې د ایران  له ملته درندې ماتې او څپيړې خوړلي دي.سردار سلامي  ددې خبرې په کولوس ره چې  کله امریکا دایران ملت بایکاټ کړ او ددرملو او دصادراتو اووارداتو اجازت ئې ورنه کړ،  نو ولس په میدان کې په شتون سره  ورته ځواب ورکړ ووئیل،له ترهه  ګرۍ سره  دمبارزې اتل شهید سردار قاسم سلیماني  ئې په ناځوانمردانه ډول په عراق کې شهید کړ،نو عین الاسد امریکائي پوځي مرکز مو  دتوغندیو په شیشت کې راوست،دوي هیڅ ډول ځواب رانکړئ شو او بیا ثابته شوه ،چې امریکا هیڅ نشي کولی.

سردار سلامي ووئیل،جنایتکارې امریکا،وحشي صهیونیسټي رژيم او ماته خوړلي  او بې حاله   آل سعودرژیم په لیرې پراتو ټاټوبو کې د ایران معنوي اوسیاسی قدرت او نفوذ ولید او متوجه شول  دایران پر ملت برلاسه نشي کیدلی، او دوي  په پرله پسې ماتو پسې،په دې فکر کې شول څو د هیواد ځوانانو ته تاوان ورسوي.

https://fars.iqna.ir/fa/news/4095306/%D

captcha