IQNA

په کرمان ولایت کې د صهیونیسټ رژيم یو جاسوس ونیول شو

6:54 - October 12, 2022
د خبر لمبر: 3486317
ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  د امام الزمان دګمنامو مامورانو په پراخو اطلاعاتي او تخنیکي اقداماتو پسې دغه کس چې په کرمان ولایت کې ئې امنیتی ضده اقداماتو دترسره کولو نیّت درلود له اقدامه مخکې ونیوۀ.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ایران د کرمان ولایت د څارنوالۍ مشرحجةالاسلام ابراهیم حمیدي په دغه ولایت کې د صهیونیسټ رژيم  دجاسوسي ادارې لپاره د جاسوسۍ په تور د یوه کس  دنیولو خبر ورکړ او وې وئيل ، تورن کس په دغه ولایت کې د ورانکارو او امنیتی ضده اقداماتو دترسره کولو نیّت درلود چې  د سپاه پاسدارانو داطلاعاتو د ادارې په هوښیارۍ سره دغه دسیسه شنډه شوه .

 هغه زیاته کړې ده ، د سپاه پاسدارانو  دامام الزمان دګمنامو مامورانو په پراخو اطلاعاتي او تخنیکي  اقداماتو پسې دغه کس  چې په کرمان ولایت کې ئې امنیتی ضده اقداماتو دترسره کولو نیّت درلود له اقدامه مخکې ونیوۀ.

د کرمان ولایت د څارنوالۍ مشر  ددې خبرې په کولو سره چې  دغه نیول شوی کس په ایران کې د تجارت او آزاد کاروبار په پوښښ سره فعالیت درلود،ووئيل، ترون کس مختلفو هیوادونو ته په څو سفرونو کې د اطلاعاتي افسرانو سره د ارتباط له لارې د ورانکارو او امنیتي ضده  اقداماتو لپاره ټرینینګ هم کړی  چې وروستی سفر ئې  یوه ګاونډي هیواد ته  کړی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/07/19/2786764/%

captcha