IQNA

د هند د مسلمان خبریال د ضمانت حکم ورکړل شو

15:20 - July 09, 2022
د خبر لمبر: 3485971
تهران(ایکنا)- د هندوستان لوړې محکمې پرون د یوه مسلمان خبریال لپاره

 چې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د هندوانو د  مذهبي مشرانو په سپکاوي کولو تورن شوی و د ضمانت حکم ورکړ.

ایکنا خبري اژانس د ډیلي ټایمز ورځپاڼې په قول راپور ورکړ د هندوستان دغه خبریال چې محمد زبیر نومیږي او د ای ایل ټي نیوز (Alt News)اینټرنیټ پاڼې بنسټګر دی او هغه په کراتو په خپلو ټویټر پیغامونو کښې د هندوستان د مسلمانانو د څنګ ته کولو زیاتیدونکي بهیر ته اشاره کړي ده.

له دې سره سره به  محمد زبیر د بل شکایت په دلیل چې د هغه پرضد په نوي ډیلي کښې شوی دی د پولیسو په قید کښې وي .

تیره میاشت د هندوستان د دغه مسلمان خبریال نیول کیدا په هندوستان کښې د رسنیو د ازادیو په هکله اندیښنې راپارولي دي.

په هغه شکایت کښې چې د محمد زبیر پرضد شوی دغه ادعا شوي ده چې هغه د نفرت د رامینځته کوونکو په توګه د هندوانو د ځینو مذهبي مشرانو په بللو سره مذهبي احساساتو ته تاوان رسولی دی.

د ټویټر اینټرنیټ پاڼې کابو اوه سوه اوه پنځوس نامعلومو اکاونټونو چې واکمن بي جی پي ګوند ته اړونده دي د خبریال محمد زبیر د نیولو غوښتنه کړي ده.

محمد زبیر په هغو کسانو کښې شامل و چې د حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم پرضد له سپکاوي ډکې خبرې چې څه موده مخکې د هنمدوستان د واکمن بهارتیا جنتا ګوند ویاند کړي وې په رسنیو کښې خپرې کړي وې داسې څرګندونې چې په اسلامي دنیا  کښې یې زیات اعتراضونه راپارولي وو.

 https://iqna.ir/fa/news/4069527

captcha