ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکر، د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان پرضد د تحریک عدم اعتماد له بریالیتوبه وروسته د نوی لومړی وزیر لپاره د ملی پارلیمان یا ولسی جرګې په غونډه کې شاه محمود قریشی د تحریک انصاف د استازیو په ګډه استعفا اعلان او غونډه یې بایکات کړه چی په دې سره شهباز شریف د لومړی وزارت لپاره یوازینی کاندید پاتې شوې وو .وروستی راپورونه وایی چی شهباز شریف د پاکستان نوې لومړې وزیر غوره شوې . هغه د ولسي جرګې په هال کې د موجوده ټولو ۱۷۴ استازو ټوله راې ترلاسه کړې .
شاه محمود قریشی ویلی وو چی په پاکستانی ملت شهباز شریف تپل کیږی .
ډیری شناندی او خلک باوری دی چی د عمران خان دولت د لیری کولو تر شا د امریکا لاس دې ځکه چی عمران خان په بهرنی سیاست کې خپلواکه عمل کاوه.