ایکناخبری اژانس راپور راکړ،په الهي دینونو کې دکال ځينو وختونو او ورځو ته ډير پام شوی او ځانګړی اهمیّت ئې غوره کړی دی.شعبان میاشت یوه هغه میاشت ده چې د اسلام په دین کې خاص اهمیّت لري او د مومنانو د ورحاني ودې لپاره پکې دخاصو عملونو سپارښتنه شوې ده .
شعبان المعظم د قمری هجري کال د کال هیندارې اتمه میاشت ده چې مسلمانان پکې خاص آداب او عملونه ترسره کوي. د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) فرمائيلي دي ، رجب میاشت د خداي میاشت ده ، شعبان میاشت دما میاشت ده او او دروژې مبارکه میاشت هم د ما د امت میاشت ده .
دغه رازئې په په یوه بل ځاي کې فرمائيلي دي ؛شعبان دما میاشت ده ، خداي د وبخښي هغه څوک چې له ما سره په دغه میاشت کې ملګرتیاوکړي :: البته باید پوهه شو چې په شعبان میاشت کې د خداي له رسول سره مرسته څه معنا لري . ؟
له صفوان جمال څخه روایت شوي چې وئیلي ئې دي ، حضرت امام صادق علیه السلام راته وفرمائيل ؛ هغه کسان مجبوره کړه چې د تاشاوخوا کې دي د شعبان میاشتې روژې ته، یعني هغو کسانو ته چې د تاشاوخوا موجود دي د شعبان دمیاشتې د روژو ساتنې سپارښتنه ورته وکړه .، نو ما ورته عرض وکړ ، زه له تاقربان شم، مګر په دې کې څه فضیلت وینئ ، وې فرمائيل ؛ هو! په رښتیا چې دخدای رسول هرکله دشعبان میاشت لیدله ، نوهغه جارچي ته چې په مدینې کې ئې نغاره غږوله ، امر کاوۀ، چې اعلان وکړه ، ائ د مدینې اوسیدونکو ، زه د خداي له خوا پر تاسو مبعوث شوی یم ، خبر شئ ، شعبان دما میاشت ده ،نو خداي دې رحمت وکړي پر هغه چا چې په دغه میاشت کې له ماسره ملتیا (مرسته ) وکړي ،یعني روژه وساتي .
د روژي ساتل له سهار وختي څخه تر غروب پورې له خوراک او څښاک څخه ډډه کول دي ، خو د روژتي کمال په دې حد کې نه خلاصه کیږي ،روژه په بشپړ معنا کې ،له هرډول هغې ګناه او غیراخلاقي چلند څخه ډډه کول دي چې د نورو د کړوَلو او یا د الهي قوانینو چخڼي کولو سبب کیږي .
داسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) فرمائي، شعان هغه میاشت ده چې د انسانانو عملونه لوړیږی،په داسې حال کې چې خلک ورڅخه غفلت کوي .
په شعبان میاشت کې روژه ساتل ډیرغوره عمل دی .
سره له دې چې د روژې مبارکه میاشت ، د روژې ساتنې دمیاشتې په توګه پيژندل کیږي او د روژې مبارکې میاشتې په درستو ورځو کې پر هغو مسلمانانو روژه ساتل، چې د لرلو قدرت ئې لري ، واجبه ده ، خو په شعبان میاشت کې پر روژې ساتنې ټينګار او سپارښتنه ئې په څه دلیل ده.؟ . هماغه شان چې پیغمبر اکرم فرمائيلی دي ؛ شعبان د ما میاشت ده، هرچا په دغه میاشت کې یوه روژه وساتله ، پر هغه بهشت او جنت واجبیږي . د خپل پیغمبر سره د مینې او دوستۍ لپاره او له پروردګار عالم سره د نزدیکیدا او تقرّب لپاره روژه وساتئ او په ځینو حدیثو کې خو شعبان میاشت د دمیاشتو سید او سرداره تعبیر شوې ده .
په روژې مبارکې میا شتې کې عموما مسلمانان د خپلي شرعي دندې په اساس،روژه ساتي ،خو له خداوندمتعال سره د معنوي ارتباط د پیاوړي کولو لپاره ، اړتیا ده څو یو لړ مقدمات کچ شي او لازم چمتووالی ولري او دا پيښه په هغو عملونو سره چې په شعبان میاشت کې ئې سپارښتنه شوې ، ممکن دي .
همدلته ده چې په زیاترو هغو روایتونو کې چې ددین له بزرګانو نقل شوي دي،په دغې میاشتې کې د استعفار ډير ه سپارښتنه شوې ده.استغفار دوه اړخونه ،یعني زباني او حقیقي اړخونه لري ، چې په پيل کې دخداوندمتعال په درګاه کې له ګناهانو او تیروتنو څخه د پښمانۍ اظهار کول دي ، خو په حقیقي استغفار کې هڅه کوو چې ورانکارۍ ورغوو ، او که د نورو حق ته مو کوم تاوان رسولی وي ، نو هغه جبران کړو .خداوندمتعال دې پر مونږ ټولو ددغو شپو ورځو معنوي او حقیقي اړخ لازیات روښانه کړي او مونږ ته دې دا طاقت راکړي ، چې په دغې میاشتې کې دپروردګار په درګاه کې دخپلو ګناهانو لازیاته بخښنه وغواړو .