ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،دغه دستورې پرون ناوخته د فاطمي عزادارو په شتون سره ترسره شوي او پکې ګډون کونکو سینه زني او ماتم وکړ او له اهل بیت علیهم السلام سره ئې خپله مینه نندارې ته وړاندې کړه .
په روایتونو او تحلیلونو کې راغلي دي ، د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت تاریخ په دوو ورځو کې ښودل شوی دی چې له دغه تاریخه د جمادی الثاني تر دریمې نیټې پورې چې دیاتره روایتونو په اساس په دغه ورځ دبی بی فاطمه زهرا دشهادت ورځ ده ،دغه ټوله شپې ورځې د ایام فاطمیه په توګه لمانځل کیږي او جمادي الاول له دیارلسمې نیټې راهسې ایام فاطمیه پیلیږي .
په دې مناسبت دقرقزستان په بیشکک کې د عزادارۍ دستورې ترسره شوي چې یو ویډیو کلیپ ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .
https://iqna.ir/fa/news/4021633/%D9%81%DB%8C%D9%84%D9%85-%7C