ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،په مختلفو هیوادونو کې د اسلام او د اسلامی هنرونو په چورلیزتوب سره میوزیمونه، په دغو هیوادونو کې د اسلامی هنر د ارزښت او اهمیّت نښه ده .له دې ټولو سره سره ، داسلام دګران پيغمبر (ص) د ژوند په چورلیزتوب سره میوزیمونه نسبات کم دي او دغه حوزه یوازې د اسلامی میوزیمونو یوه واړه شان ته برخه جوړوي .
اردن یو هغه هیواد دی چې دمحمد مصطفی(ص) په نامې سره یو میوزیم مخ کتنه ئې کړې ده . دغه میوزیم په پلازمینې امان کې واقع دی او په عمومی الحسین پارک کې دملک حسین جومات کې د ۲۰۱۲کال د مئ په پنځلسمه نیټه د اردن پاچا دوهم ملک عبدالله دغه میوزیم افتتاح کړ .
په دغه میوزیم کې د رسول الله بزرګوار له ږیزې مبارکې سره اړونده دیوه ویښته پښمول دهغه بزرګوار ځیني شیان او دغه راز اسلام ته د روم د امپراتور د بللو لپاره هغه ته د پیغمبر اکرم لیک ساتل کیږي .ددغه میوزیم دځينو برخو په باب یوه ویډیوئي کلیپ ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي .