قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Tribune» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نواز شریف اعلان کړې: نړۍ باید د کشمیر د بي ګناه خلکو په خلاف چې د خپل ازادۍ حق لپاره یی اواز اوچت کړي، دې تاوتریخوالی او ظلم ته توجه وکړې.
هغه خپل تقریر کې د هند لومړۍ مشر ناریندر مودی له اړخه (۲۵مرداد) باندې پاکستان باندې بلوچستان کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو تورن لږولو نه ورستو دا خبرې څرګنده کړې.
نواز شریف خپل تقریر کې د کشمیر پر خلکو باندې د هند له اړخه ظلم محکوم کړو.
هغه همدارنګه د ازاد کشمیر(د پاکستان د لاس لاندې) ولسمشر سردار یعقوب خان سره کتنه کې یو ځل بیا د پاکستان له اړخه د کشمیر له خلکو(د هند د لاس لاندې) په اخلاقی، سیاسي او دپلوماتیک توګه د ازادۍ لپاره د مکمل حمایت اعلان او تاکید وکړو.
کشمیر کې نښتې تقریباْ له تېرو ۶ اوونۍ نه د دې سیمې د خپلواکۍ غوښتونکې ډلې حزب المجاهدین یو محلي قوماندان برهان وانی مړه کېدو نه ورستو تر اوسه پورې ادامه لرې.
کشمیر د پاکستان او د هند ترمنځه تقسیم شوې سیمه ده، هغه برخه چې د هند د لاس لاندې ده او اکثریت یی مسلمانان دی، د هند له حکومت نه خفه او د ازادي او خپلواکۍ غوښتونکې دي.
تراوسه له ۶۸ زره نه زیات کسان د مسلمانانو او د هند ترمنځه نښتو کې له شروع نه چې په کال ۱۹۸۹ کې د هند د ځواکونو مړه کولو سره شروع شوې وې تراوسه ادامه لرې.
کشمیر د هند ځواکونو او د مسلمانانو ترمنځه نښتې تراوسه ادامه لرې، د هند په ځواکونو باندې د اعتراض کوونکو له اړخه په کاڼو ګوزارونو نه پس د هند ځواکونو پرې ډزي کړې چې په کې ۵ کسان مړه او تقریباْ ۱۵ ژوبل دی.
کشمیر کې د خلکو د مړې خبر په سرینګر کې د تاوتریخوالي سبب وګرځېدو او هغوي تر پرون مازدیګر ستر اعتراض کوونکې لاریون پیل کړو او د هند اقدامات یی محکوم کړل او د کشمیر ازادۍ لپاره یی شعار ورکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3523494