IQNA

د شعیه دینی عالمانو د آل خلیقه د دین خلاف سیاست باندې نیوکه

4:29 - April 19, 2016
د خبر لمبر: 3479984
نړیواله ډله: د بحرین شیعه عالمانو یو بیانیه کې د آل خلیفه له اړخه د جوماتونو امامانو او دینی عالمانو نیولو ته دوام باندې نیوکه وکړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پرس ټي وې خبرونو نه په نقل، دې عالمانو د آل خلیفه له اړخه د تبعیض نه ډک اقداماتو کې د عالمانو د جوماتونو امامانو نیول او پوښتلو، د رژیم نه د دې تګلاره د بدلون غوښتنه وکړه.

یوه بیانیه کې د بحرین شیعه عالمانو چې په ۲۹ فروردن باندې خپره شوې لیکلې: شیعه عالمان د فتنه اچولو او بحران جوړولو په سې نه دې او په جوماتونو کې د هغې خطبه هم د دینی چارو په اړه وې، نه ده تاوتریخوالی او افراط لپاره.

د عیسی قاسم، عبدالحسین الستری، عبدالله الغریفی و محمد صالح الربیعی غوندې عالمانو دا لاسلیک کړې.

شیعه عالمانو په دې بیانیه کې، د خلکو له دینی مسئلو نه خبرول د عالمانو وظیفه ګڼلې او زیاته کړې ده که د بحرین رژیم له اړخه په عالمانو د دې وظیفه ترسره کولو بندیز لږېدلې، نو بیا ښه به دا وې چې جوماتونو کې او د جمع لمونځ دې ممنوع اعلان کړې.

د اتبار په ورځ بحرین کې د ملي دینی ازادي ورځې په مناسبت سره د بشر حقوق مدافع ۱۰ سازمانونو هم خپل مخالفت له دې دینی ازادي سره مخالفت په اړه بیانیه کې اعلان کړو.

دی سازمان د بحرین له رژیم نه د خلکو د حقوقو او د مذهبي تبعیض نه د پرهېز غوښتنه کړې.

په دې بیانیه کې راغلې: سره د دې چې د بحرین نیم ولس مهاجر دې او په دې هیواد کې خلک مختلف دینونه لري له کلونو رسي یو بل سره سوله یز ژوند کوي.

دې بشري حقوق سازمان ادامه کې تاکید وکړو: د بحرین د رژیم تبعیض نه ډک سیاست او د هیواد په یو خاص ټولګې باندې حمله هیواد به نا امنه کړې.

بحرین له کال ۱۳۸۹ نه د خلکو سترو اعتراض پيل کولو لاریون سره مخامخ دې چې د سیاسي نیولې شوي کسانو د ازادي او د آل خلیفه د لرې کېدو غوښتنه کوې.

د بحرین نا آرامۍ کې تر اوسه په لسګونو کسان مړه او په زرګونو کسان ژوبل شوې دې.

د بشري حقوقو سازمانونو ال خلیله رژیم بیا بیا د مخالفانو ځپلو باندې محکوم کړي او دغه هیواد کې په سیاسي نظام کې د بدلون او اصلاحاتو غوښتنه کړې.

رژیم آل خلیفه د مخالفانو او اعتراض کوونکو ځپلو سیاست ته ادامه ورکړې او په لسګونو کسان یی وژلې او ډېر سیاسي فعالان یی نیولې او بندې کړي دې.

http://iqna.ir/fa/news/3489621


captcha