ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکوي ، دافغانستان خبرو سرچینو ادعا کړې ده ، په افغانستان کې د سیاسی ګوندونو د فعالیت په ممنوع کیدا پسې د طالبانو حکومت د حزب اسلامی ګوند له مشر سره ډله ایزې کتنې هم منع کړي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي په افغانستان کې د سیاسی ګوندونو د فعالیت په ممنوع کیدا او له خپل حکومتی کور او دفتر څخه د ګلبدین حکمتیار له ویستلو وروسته طالبانو له هغه سره پر ډله ایزو لیدوکتو هم پابندي لګولې ده .
خبرو سرچینو ددې موضوع په اعلانولو سره روښانه کړې ده چې دحکمتیار کور کلابند نه دی ،خو اجازت نه ورکوي،په ډلو سره خلک د حزب اسلامی له مشر سره وګوري .
له دې مخکې د افغانستان د طالبانو حکومت دعدلیې وزارت په افغانستان کې د سیاسی ګوندونو د فعالیّت پر ممنوعیّت باندې په ټينګار سره خبرداری ورکړی ؤ دغه وزارت په افغانستان کې د یوه ګوند په توګه هرډول فعالیت غیر قانوني ګڼي او خبرداری ورکوي، له خلاف ورزي کونکو سره به قانوني او شرعي چلند وشي.
په دغې اعلامیې کې د کوم سیاسی ګوند د مسئولانو نامې یا د هغوي داقداماتو او دریځونو په باب کوم جزیات وړاندې شوي نه وو، خو له دې مخکې د طالبانو د حکومت دعدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ګلبدین حکمتیار ته خبرداری ورکړی ؤ چې ګوندونه کوم قانوني ځائيګی نه لري او ګوندي کار هم جرم حسابیږي.
د وئيلو ده له خپل هستوګنې ځاي څخه د حکمتیار له منتقلیدا وروسته او د سیاسی ګوندونو د فعالیّت پر ممنوعیّت د طالبانو له ټينګار سره سره د حزب اسلامی ګوند مشر په خپل نوي هستوګن ځاي کې عمومي لیدو کتو ته دوام ورکړی ؤ.