IQNA

دافغانستان دملی امنیت سلاکار پاکستان ته رسیدلی

13:25 - May 28, 2018
د خبر لمبر: 3481228
نړیواله ډله: ایرنا خبری اژانس وایی دافغانستان د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن دیوه پلاوی په مشر دپاکستان له چارواکو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته ورسید .

دپاکستان او دافغانستان د اړیکو پراختیا ، له ترهګرۍ سره مبارزه ، د کابل او داسلام اباد داختلافاتو حل ، د جنګ دختمولو لپاره دافغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو مجبورول پاکستان ته د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار مهم هدفونه دی .

پاکستان ته د افغانستان دملی امنیت دسلاکار سفر په داسې حال کښې دی چې څه موده مخکې د اسلام اباد پارلمان فیصله وکړه دغه هیواد قبایلی سیمې له خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځاې کړی چې افغانستان ورسره مخالفت کړی دی .

د افغانستان دولسمشرۍ ماڼۍ له خیبر پښتونخوا صوبې سره د پاکستان دقبایلی سیمو یوځاې کول یواړخیزه فیصله بللی ده او ورسره یې مخالفت کړی دی .

پاکستان او افغانستان د ډیورینډ سرحدی کرښې په اړه له یوبل سره اختلاف لری او یوبل له ترهګرۍ په ملاتړتورنوی .

captcha