IQNA

ویل سمیت له قرآن سره خپله ډيره مینه نندارې ته وړاندې کړه

13:11 - March 19, 2024
د خبر لمبر: 3488906
ایکنا- د هالیووډ یو مشهور هنر مند ویل اسمیت په یولړ  خصوصي خبرو کې  له قرآن کریم سره دخپلې ډيرې مینې او دلچسپۍ  په ښودلو سره  ووئيل، چې د روژې په مبارکې میاشتې کې ئې ټول قرآن لوستلی دی.

ایکنانیوز د العین الاخباریه له قوله راپور راکړ، د هالیووډ یو مشهور هنر پیشه ویل اسمیت په یولړ څرګندونو کې  له قرآن کریم سره د ډيرې لیوالتیا  په څرګندولو سره ووئيل،  د روژې په یوې مبارکې  میاشتې کې ئې ټول قرآن لوستلی  او  په دې کې د حضرت  موسی د نامې په ډيرې ذکر کیدا او د هغه د کیسو په لیدو سره ډير حیران شوی دی.

د هالیووډ دغه ستوري د مصر د یوه خبریال  عمرو ادیب سره اړونده په بیګ ټایم پادکیسټ کې په شتون سره  ووئيل، دوه کاله مخکې ئې  په روژې مبارکې میاشتې کې ټول قرآن تلاؤت کړی دی او  د هغه په روښانه اوجوت انداز باندې ډير حیران شوی یم.

هغه همداراز  د مقدسو کتابونو  له معنویّت او لوستلو سره   دخپلې مینې په باب هم خبرې وکړې او وې وئيل،  دوه کله مو ډير سخت تیر کړی دی . دغه دوه کلونه سبب شول څو پخپل ځان کې لازیات ژور فکر  وکړم او  په دغه پړاؤ کې  مو دقرآن کریم پشمول ټول آسماني کتابونه مطالعه کړل. دغه دوه کلونه  زما په ژوند کې د معنویّت  دلټولو  پړاؤ ؤ .زما د حیات داسې پړاؤ چې  غوښتل مو،تر هغه ځایه چې ممکنه وي د نورو مهرباني ، قرآڼ یو ډیر واضح  کتاب دی او ډير روښانه مطالب لري او د انسان لپاره ډيره سخته ده چې  ددغه آسماني کتاب له لوستلو وروسته  له ناسم تفاهم سره  مخامخ شي.

دغه مشهور امریکائي  هنرمند  د آسماني کتابونو ترمینځ د ارتباط په باب هم ووئيل،زه دقرآن په مطالعې سره پوهه شوم، په آسماني کتابونو کې روایت یو دی ، له توراته تر انجیل او قرآن پورې  دغه روایت غوڅ شوی نه دی.

اسمیت په دوام کې په ډاګه کړې ده چې  ددغه حقیقت په درک کولو ډير خوشاله یم.

https://iqna.ir/fa/news/4206071

 

captcha