IQNA

د سویډ په سټاکهم کې د یوه جومات سپکاوی شوی

15:42 - February 26, 2024
د خبر لمبر: 3488790
ایکنا- په سویډ کې ناپيژاندو کسانو د یوه جومات په دیوال باندې د توکمپالو شعارونو په لیکلو سره د مسلمانانو د وژلو غوښته کړې ده .

ایکنانیوز د  ژورنل ۲۴ له قوله لیکلي دي ،یوشمیر ناپيژاندو کسانو د سویډ په پلازمینې سټاکهم  کې  د یوه لوي جومات پر دیوالونو  د هغو عبارتونو او شعارونو په لیکلو سره  چې  له  نازي بیلګو سره  یوځای دي ، د مسلمانانو د وژلو غوښته کړې ده .

د سویډ رسندویو هم راپور ورکړی،  دغه جومات په وروستیو  شپو ورځو کې څو ځله له توکمپالو  یرغلونو سره مخ شوی دی.

داسې ډير عکسونه چې  په دې زمینې کې خپرۀ شوي دي ،ددغه جومات پریوه لرګي یا چوکاټ د مات شوي صلیب(سواستیکا)د کاږلو ښودنه کوي،چې  دنازیانو نښې حسابیږي  او د هغو ترڅنګ  داسې شعارونه هم لیکل شوي دي،چې د مسلمانانو د وژلو غوښتنه پکې شوې ده.

دا په داسې حال کې دي چې   په ځينو شعارونو کې پر مسلمانانو غږ شوی دی  چې  له سویډه دې ووځي . یرغلګرو همداراز د جومات  یو شمیر شیشې هم  ماتې کړي دي .

په فیس بوک پاڼې  کې په  ددغې پيښې کې د جومات یوشمیر  انځورونه  خپره کړي دي ، اوپه یوې اعلامیې کې ئې په تیره بیا په سویډ کې  له اسلامه  د ویرونې او نفرت خورونکو څرګندونو  د ودې په باب  خپل مخکیني خبرداري یاد کړي دي .

په دې زمینې کې د جومات مدیر او اسلامی مرکز مشر  محمود الخلفي ځاي رسندویو ته د خطاب په اعلامیې کې  ټينګار کړی دی  د جومات مدیریّت  د وروستیو حملو په باب   پولیسو ته څلور راپورونه وړاندې کړي دي.

هغه زیاته کړې ده، دمونږ د ښاریزو  په ضد زیاتیدونکي ګواښونه اوس  دیوه واقعي ټولنیز مشکل ښودنه کوي او په همدې دلیل د مسلمانانو او جوماتونو په ضد نفرت خورونکو جرمونه باید په دغه هیواد کې د ډیموکراسۍ په وړاندې د یوه چیلنج په توګه  وګڼل شي.

د یادولو ده چې همدغه  جومات باندې  له دې مخکې هم ورته حملې شوي دي  چې  په هغو کې  په تیر نومبر کې په دغه جومات باندې  شوو تیریو ته اشاره کولی شو.

https://iqna.ir/fa/news/4201809

captcha