IQNA

د مصر دقرآن حافظ او ماشوم لیکوال د فلسطین په دفاع کې کتاب ولیکلو

8:03 - December 06, 2023
د خبر لمبر: 3488381
ایکنا-(تهران) د غزې د مظلومو خلکو په تیره بیا د  ماشومانو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم دوامدار  جنایتونه ، د مصر  یوه ماشوم او د ټول قرآن حافظ عمر مکي  غونډ کړي څو  دفلسطین په باب  په لاس سره په یوه کتاب کې ولیکي.

ایکنا د صدای البلد له قوله راپور راکړ، د مصر یوه نابغه ماشوم عمر مکي د فلسطین اوغزې تړانګې له مظلومو خلکو سره په پیوستون کې د ؛ له ما د فلسطین په باب وپوښټئ؛  په عنوان سره  په لاس یو کتاب تالیف کړ. دغه کتاب د غزې د خلکو په تیره بیا د ماشومانو په حق کې د وحشي صهیونیسټي رژیم ددوامدارو جنایتونو څځه په پرده پورته کولو باندې لیکل شوی دی.

د مصر دغه ماشوم لیکوال او حافظ عمر مکي د فلسطین دمظلومیّت په باب د کتاب د لیکلو د فکر دعلت په باب په یول خبرو کې ووئيل، هغه څه چې زه ئې د ؛د فلسطین په باب له ما وپوښتئ؛ نومې کتاب لیکلو ته اړکړم ،  غه دردناکې اوبوږنونکي پيښې دي چې فلسطین ئې دمګړئ  شاهد دی.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې ووئيل، غوښتل مو، دخپل عمر  ماشومانو لپاره د فلسطین په باب د ځینو مهمو پوښتنو د یوې ټولګې په مطرح کولو سره له فلسطین سره  خپل پیوستون  په عملی توګه ثابت کړم.څو  د فلسطین له موضوع سره اړونده هر څه د  ماشومانو لپاره روښانه کړم.

 عمر مکي دې ته په اشارې سره چې دغه کتاب په 200 صفحو لیکل شوی دی چې په لاس سره لیکل شوي څو پر خلکو لازیاتې اغیرې وشیندي ، اشاره کوي چې په دغه کتاب سره  به دفلسطین په باب په ادبی سیالۍ کې ګډون وکړي.

د مصر دلیکوالانو ټولنې ددغه ماشوم لیکوال ستاینه او قدرونوه کړې ده او هغه ئې دخپل ترټولو  ماشوم غړي په توګه منلی دی

هغه همداراز د مصر د قرآن د قاریانو اوحافظانو د اتحادئې  ترټولو وړوکی غړی هم دی چې  له دې مخکې ئې  مخینه نه ده درلودلې او په قرآنی محفلونو کې د هغو آیتونو تفسیر چې ئې تلاؤت  کوي  د استاد شعراوي په رودې سره   مخاطبانو ته وړاندې کوی.تر دې چې د الازهر د اسلامی مرکز ، اوقافو ادارې او هم د مصر د ښونې اوروزنې  ادارې  له خوا  هم وستایل شو  او په پنځه کلنۍ کې ئې دم صر دترټولو  واړه مبلغ او خطیب  عنوان هم خپل کړی دی.

عمر مکي له دې مخکې د کتاب دمطالعې لپاره په ماشومانو ې د انګیزې درامینځةکولو په مقصد سره ،؛له کتاب سره سفر ؛ په عنوان سره  یو کمپاین پيل کړی ؤ.

هغه همداراز  یو خوځنده کتابتون  هم  جوړ کړی چې داسې مختلف کتابونه لري چې  کله دمصر مختلفو ولایتونو ته سفر کوي،نو ماشومانوته کتاب په امانت ورکوي او له هغوی سره په کم عمرئ کې د مطالعې د اهمیّت او د فکر اوذهن په ودې کې   دهغو د رول به باب خبرې کوي.

 https://iqna.ir/fa/news/4185969

captcha