IQNA

حزب الله غورځنګ د هر ډول اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لري

6:32 - October 25, 2023
د خبر لمبر: 3488167
ایکنا-(لبنان) د حزب الله غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم ټينګار وکړ،دطوفان الاقصی نومې ناڅاپی عملیات د صهیونیسټي تیریګر رژيم او ددغه وحشي رژيم  له وحشیتوب او جنایتونو څخه د امریکا او اروپا د پشتیبانۍ لپاره د نه هیریدونکي ماتې سبب شوي دي او دغه راز دغه سخت ګوزار  د ټولو لپاره یوه نه هیریدونکي پښه ده .

ایکنانیوز د الدیار له قوله راپور ارکړد لبنان دحزب الله غورځنګ د عمومی  منشي مرستیال  شیخ نعیم قاسم  ووئیل،  له نیواکګرو وحشیانو سره دډغزې  او دغزې ددفاع  او په فلسطین ،لبنان او سیمې باندې د دوي له تیریو سره مخامخیدا لپاهر د مقاومتي جنګ په زړه کې شتون لري او په هغه اندازه چې  د لازمې ډغرې  لپاره لازم دي ، ګوته ئې په ټریګر کیښودلې ده .

 د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم  په یولړ  هغو څرګندونو کې چې په ټولنیزو چینلونو کې خپرې شوي ،ووئیل،  په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم  تیري نه یوازې  جنګ دی ،بلکې  دعامو خلکو ،ماشومانو ،ښځو عامه وژله او د  همداراز د کورونو اوبیخ بینائي تاسیساتو په کنډوالو بدلول دي. له دې امله  نه یوازې صهیونیسټي رژيم بلکې امریکا اواروپائي هیوادونه هم په دې زمینې کې مسئول دي.

د حزب الله غورځنګ دغه لوړپوړي مقام  ټينګار وکړ،دطوفان الاقصی نومې ناڅاپی عملیات د صهیونیسټي تیریګر رژيم او ددغه وحشي رژيم  له وحشیتوب او جنایتونو څخه د امریکا او اروپا د پشتیبانۍ  لپاره د نه هیریدونکي ماتې سبب شوي دي او دغه راز دغه سخت ګوزار  د ټولو لپاره یوه نه هیریدونکي پښه ده .

داپه داسې حال کې دي چې  ځینی عرب هیوادونه   له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو په لومې کې ښکیل شوي او  له دغه  ماشوم وژونکي رژيم سره  د اړیکو درلودل  ئې پخپلو ایجنډاؤ کې راوستي دي چې باید د غزې له مظلوم ولس سره ددغه وحشي رژیم  په څاروي ډوله  چلندونو سره باید دوي له دغې لارې بیرته وګرځي او خپل انساني او اسلامی مسئولیّتونه دې وپيژني.    

https://iqna.ir/fa/news/4177611/

captcha