IQNA

د قاهرې غونډه

د فلسطینیانو کوچول هیڅکله هم دمنلو نه دي ،په غزې دې داسرائيلو حملې فوری ودرول شي

7:04 - October 22, 2023
د خبر لمبر: 3488147
ایکنا-(قاهره) د مصر ولسمشر د اردن پاچا او د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر په قاهرې کې دسولې په غونډې کې  د فلسطینیانو دکوچولو لپاره د صهیونیسټي رژيم هرډول  هڅه رد او د فلسطین دمسئلې پر سملاسي حل ئې ټينګار وکړ.

ایکنا د الجزیزه له قوله راپور راکړ،د مصر په قاهرې کې  دسولې  نړیاله غونډه د سیمې او نړۍ د څو  هیوادونو د استازو  او د غزې د بدلونونو  د ارزونې په خاطر ترسره شوه.

په دغې ناستې کې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي  د کنفرانس دلومړني ویناوال په توه ټينګار وکړ، مونږ   د ټولو ښاریزو په نښه کول او عامه وژله او یرغلونه په زغرده محکوموو او  د  فلسطین دملت او ټولو غیر پوځي  خلکو د نړیوالې ساتنې پر ضرورت ټینګار کوو. هغه  دې ته په اشارې سره چې مصر  د انسان دوستۍ دمرستو د غږملونې اولیږنې لپاره  هڅې کړې دي ،ووئيل، د رفح ستره لاره  مو بنده کړې  نه وه ،بلکې  دا اسرائيل وو چې په بمباریو سره ئې د پرانیستو مخه نیولې وه او اوس د امریکا له ولسمشر  مو موافقه کړې ده  چې  دغه ستره لاره پرانیستي پاتې شي.

د مصر ولسمشر  د فلسطینیانو  له اجباري کوچیدا سره  پر مخالفت په بیاټينګار سره ووئیل،  مونږ دغه موضوع د فلسطین دموضوع دنهائي نابودۍ په معنا ګڼو.

ملک عبدالله، پادشاه اردن

د اردن پاچا دوهم عبدالله  هم په دغې ناستې کې پخپلې وینا کې پر عامو خلکو دتیریو د نه کولو او د حتی له ځانه ددفاع په حالت کې پر دوي دحملو دنه کولو او د  جنګ قواعدو ته دپابنۍ په ضرورت باندې په ټينګار سره ووئيل،  داسرائيلو پوځي حمله چې  عام خلک په نښه کوي، او دوي غزه په بشپړډول کلابند کړې ده  او له خواړو ،درملو او مرستو ئې محرومه کړې ده ،په کلکه محکومه ده.

دوهم ملک عبدالله  ووئيل،د انسان دوستۍ نړیوالو قوانینو ته د بې پامۍ نتیجې جدي او خطرناکې دي او  دغزې جنګ باید ودرول شي .

د فلسطین دکورواکه تشیکلاتو مشر  محمود عباس  هم په دغې غونډې کې ټينګار وک، مونږ هیڅکله  له غزې ،قدس  اولویدیځي غاړې څخه د فلسطینیانو  کوچول   نه منو او  له ټولو دوکو چلولونو  او چیلنجونو سره سره  پخپل ټاټوبی کې پآتیکیږو.

 هغه په قدس او الاقصی جومات کې د مقدساتو په ضد د افراطیانو او ښارګوټو اوسیدونکو  او نیواکګر رژيم د یرغلونو په باب په خبرداري  ورکولو سره ووئيل، امنیت او سوله د دوو حکومتي حل لارې سره محققه کیږي  داسې چې قدس د فلسطین  پلازمینه شي.

محمود عباس، رئیس تشکیلات خودگردان فلسطین

د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  هم پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، اوس وخت رارسیدلی دی چې   هغې خپسکې سره چې  ماشومان ګواښي ، پاي ته ورسول شي، هغه وخت رارسیدلی دی چې  په فلسطین وا اسرائيلو کې  وحشت پاي ته ورسول شي.  هغه زیاته کړه ، مونږ یوځل بیا  د دوو حکومتی حل لارې په اساس  دسولې  درامینځةکولو لپاره  دنښتو د دریدا په ضرورت ټينګار کوو.

د اروپائي شورا مشر  هم  غزې ته د  انسان دوستۍ دمرستو د رسولولپاره  دهلوځلو په ملاتړ کې  د هغو پر اهتمام ټينګار وکړ او وې وئيل، مونږ  خپلې ټوله هڅې د  دوو حکومتي حل لارې  داجرا کولو لپاره  کاروو.  

https://iqna.ir/fa/news/4176806

 

captcha