ایکنا نیوز- په عربستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفییر علی رضا عنایتی پرنو دعربستان د کتاب نړیوال نندارتون ته چې د ریاض په ملک سعود پوهنتون کې ترسره شوی ، لاړ او مختلفې برخې ئې ولیدې او دغه راز ئې د نندارتون له مسئولانو سره هم ولیدل.
عنایتي له مسئولانو سره په خبرو کې کلتور او میراث دحکومتونو د مناسباتو دپیاوړتیا او د ولسی ارتباط لپاره یو اساسی عنصر وباله.
په عربستان کې د ایران سفیر په دغو خبرو کې د هراړخیزو مناسباتو د بیاوړتیا لپاره ددواړو هیوادونو د مشرانو هوډ ته په اشارې سره د اړیکو مخ په وده بهیر خوښي وښودله او هیله ئې څرګنده کړه چې په راتلونکو نندارتونو کې د ایران د استازیتوب کتونکي هم ووسو.