IQNA

مبارزان به هیڅکله هم الاقصی جومات یوازې نه پریږدي

6:48 - September 18, 2023
د خبر لمبر: 3487974
ایکنا-(تهران) د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس ویندوی محمد حماده   ووئیل، د فلسطین ملت د الاقصی جومات د  دفاع او له نیواکګرو له تیریو سره  دمقابلې لپاره یو موټی او متحد  دی.

د فلسطین دحماس غورځنګ ویندوی  ووئیل  هیڅکله به  الاقصی جومات د نیواکګرو ښارګوتو اوسیدونکو صهیونیسټانو  دپراخو تیریو په سیوري کې یوازې پرې نږدو.

  د بیت المقدس ښار د اسلامی–فلسطینی هویّت د اصلی بیلګې په توګه  الاقصی جومات،تل د قدس  دنیواکر رژيم د ورانکارو اقداماتو په شیشت کې  دی.

 ، د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس ویندوی محمد حماده   ووئیل، د فلسطین ملت د الاقصی جومات د  دفاع او له نیواکګرو له تیریو سره  دمقابلې لپاره یو موټی او متحد  دی.

حماده روښانه کړه ،صهیونیسټي دښمن به هیڅکله هم  موجوده معدله  بدله نه کړئ شي.

د حماس غورځنګ ویندوي ووئیل، په الاقصی جوما تیري  ددغه جومات په ضد دنیواکګرو ددوام  په لړ کې ترسره کیږي او وحشي صهیونیسټي دښمن  غواړي په دغه ډول اقداماتو سره  خپله بریاوبریښوي، خو  وخت ترې تیر شوی دی. او مقاومتي  او مبارزې ډلې  او فلسطینی ملت به جنایتکار وحشي رژيم ته په الاقصی جومات دتیریو هیڅکله هم اجازت ورنکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i138686

captcha