ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د تهران په امام خمیني(رح) نومې مصلا کښې د کتاب د څلور دیرشم نړیوال نندارتون د مختلفو غُرفو کتنه وکړه
د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په دغې دوه نیم ساعته کتنې کښې چې د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر او د کتاب او نشر په برخه کښې د دغې وزارتخانې مدیرانو هم په کښې شتون درلود، د کتاب او نشر د برخې د فعالانو او ناشرانو خبرې او اندیښنې واوریدلې.
رئیسي د کتاب د برخې له فعالانو او ناشرانو سره په خبرو کښې، «د نشر په برخه کښې په تالیف باندې د ترجې له غلبې په ډډه کولو» باندې په ټینګار سره، د ماشومانو او ځلمیانو د برخې د لیکوالانو او ناشرانو له خوا ترسره شویو کارونو ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: لکه څنګه چې د ماشومانو او ځلمیانو د خوړو او بدني سلامتیا په نسبت حساس یوو، باید د هغوي د فکري روغتیا په هکله هم په ځانګړي حساسیت سره پلاننګ وکړو.
د ماشومانو او ځلمیانو د فکري او کلتوري ودې لپاره د مناسبې او ماډرن محتوا تولید، د کتاب په لیکلو کښې د ځلمیانو او ځوانونو له افکارو او خلاقیته ګټه پورته کول، د کتابونو د خپرولو په برخه کښې د ښوونې او روزنې او د کلتور او ارشاد د وزارتخانو ملګرتیا او د هیواد په مختلفو سیمو کښې د کتاب مناسب ویش او ورته د مخاطبانو او مینه والو اسانه او ارزانه لاسرسي د کتاب د برخې له فعالانو او ناشرانو سره په خبرو کښې د ایران د اسلامي جمهریوت ځینې نور تاکیدات وو.