ایکنا راپور راکړ، د کوفې جومات چې له دیني او تاریخي پلوه ډير لوړ مقام لری،هره ورځ د نجف ولایت او کوفې ښار د خلکو او نورو زیارتوالو روژتیانو په شتون سره په روژې مبارکې میاشتې کې د جمې لمانځّه، د قرآن کریم دختم،دعاګانو او ویناؤغونډې ترسره کیږي.
د اعظم جومات د آستان په وسیله وضع شوي پروګرام په اساس ، په دغو مبارکو شپو ورځو کې په ورځ کې درې ځله د قرآن کرم دتلاؤت د ختم دستورې ترسره کیږي.
په دغو دستورو کې سهار سباؤن مهال یو ختم کیږي، د کوفې جومات د قاریانو ضیاء الزرقي او کرار الفتلاوي په شتون سره د جومات په صحن کې په څلورنیم ساعتونو کې ترسره کیږي.
د ختم دوهمه ناسته هم د ماسپښین په وخت په امیرالمومنین محراب کې تر دوه نیمو ساعتونو پورې د قرآن د دوو حافظو قاریانو سید محمد السعبری او جعفر الربیعي په شتون سره ترسره کیږي او د ختم دریم پروګرام هم د جومات په صحن کې د شپې له لسو بجو پيلیږي او دغه پروګرام د کربلانړیوال سپوږمکیز چینل له خوا په ژوندئ بڼه خپریږي.
یوځاي نوره قرآني دستورې هم د شپې مهال نهه بجې په امام مهدي امامباړې کې د الحوراء هیّت په ملګرتیا سره ترسره کیږي. او دغه راز وینا وال ددغې مبارکې میاشتې دځانګړنو او د اهل بیت علیهم السلام دسیرت په باب د مینه والو زړونه خړوبوي.