ایکناخبری آژانس د الغد له قوله راپور راکړ،د قدس ستر مفتی شیخ محمد حسن په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د اسلامی مقدساتو هرډول سپکاوی او اسلامی ارزښتونو ته په سپک نظیر سره کتل،د اسلامی امت او د فلسطین د ملت سپکاوی حسابیږي او یوازینۍ نتیجه ئې د صهیونیسټي رژيم لپاره ویجاړیدا او کنډوالی دي .
په راپورکې وئيل شوي دي،د قدس مفتی شیخ محمدحسین پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره په الاقصی جومات کې دصهیونیسټ میشته ښارګوټو د اوسدونکو داقداماتو په باب خبرداری ورکړ او ټينګار ئې وکړ،دغه اقدامات به سیمه او نړۍ حتما د دینی جنګ په لور وکاږي .
محمدحسن دالاقصی جومات په حدودو کې دننه،یوه صهیونیسټ میشته اوسدونکی یهوداګلیک د شپلۍ غږول محکوم کړ اووې وئیل،دغه شان اقدام خطرناک او غیر مسئولانه دی.
دقدس مفتي په دې خبرې په ټينګار سره چې الاقصی جومات به په دغه جومات کې د خپل نفوذ د ټغر د غوړولولپاره د صهیونیسټي دښمن له هلوځلو سره سره مقدس اسلامی ځاي باقي باتې وي،پر نړیوالې ټولنې ئې غږ وکړ،د اسلامی مقدساتو د سپکاویو د دریدا او د نیواکي فلسطین په مختلفو سیمو کې د ټولو مقدسو ځایونو باندې د صهیونیسټانو دتیریو دمخنیوي لپاره د مداخل غوښته وکړه.
دملګروملتوعلمی،تعلیمی او کلتوري ادارې (یونیسکو) د ۲۰۱۷کال په اکتوبر کې وئیلي دي،الاقصی جومات له مسلمانانو سره اړه لري او له یهودیانو سره هیڅ ارتباط نه لري.