د ایکنا راپور له مخې، د پریس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، فارس خبری اژانس وایی دامریکا د ریپبلیکن ګوند(Republican Party) د مشرانو جرګې شپاړسو (۱۶)غړو پرون له سویفټ (SWIFT)څخه دایران د وتلو غوښتنه وکړه
دامریکا د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې دغو شپاړسو(۱۶) غړو د خزانې وزیر سټیوین موچین (Steven Mnuchin) ته په لیک کښې له هغه وغوښتل له سویفټ سره د ایران داړیکو د غوڅولو لپاره ټول ضروری اقدامات ترسره کړی .
په دغه لیک کښې چې د امریکا د ټیکساس ایالت د سناتور ټید کروز (Ted Cruz) په نوښت لیکل شوی دی ویل شوی دی دایران پرضد د امریکا دحکومت لخوا دزیات دباو د ستراتیژۍ په دقیق او سمدستی ډول اجرا کیدل به ډیر اهمیت ولری .
د سویفټ اصلی مرکز چې دنړیوالو مالی راشه راشه کارونه اسانوی په بیلجیم کښې دی .
له دې مخکې هم دامریکا د ریپبلیکن ګوند لسو (۱۰)نورو سناتورانو په واشنګټن کښې د بریتانیا او د فرانسې او د جرمنی سفیرانو ته د لیک په استولو سره دایران پرضد د واشنګټن دبایکاټونو د کمزوری کولو یا دبایکاټونو د بې اغیزه کولو په اړه اروپایی اتحادیې ته خبرداری ورکړی وو .