د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، له مشرکینو څخه د برائت په دستورو کی، چی نن دوشنبه د بیت الله الحرام حاجیانو ته د اسلامی انقلاب د معظم لارښود، د پیغام په لوستلو سره پیل شول؛ ایرانی حاجیانو او د نورو هیوادونو یو شمیر حاجیانو ګډون درلود، او هغوی د امریکی؛ صهیونیسټی رژیم او د دوی د ملګرو په شان شیطانی او استکباری سمبولونه، وغندل.
نږدی دری میلیونه مسلمانان، له تیرې شپې څخه، عرفات ته رهی شول، او نن مازدیګر به له نږدی ۲۴ ساعتونو وقوف وروسته، له دغی سیمی څخه د مشعرالحرام په لور لاړ شی.
http://parstoday.com/ps/news/world-i75761