IQNA

سعودی د یمن پائېتخت بمباری کړ

20:51 - February 05, 2018
د خبر لمبر: 3481026
نړیواله ډله: د پاکستان یو دپلمات وویل: سعودی جنګی الوتکو نن د یمن په پائېتخت صنعاء کښې په ودانۍ باندې بمباری وکړه چې له امله یې په لسګونو کسان مړۀ او ژوبل شول.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سباء خبری اژانس د رپوټ له مخې د یمن یوې امنیتی سرچینې وویل د سعودی په دغه حمله کښې د صنعا د جنائی تحقیقاتو ودانی ویجاړه شوه او تر وروستیو رپوټونو له مخې تر اوسه پکښې لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او له شلو زیات ژوبل شول.
یمنی سرچینو د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو د حتمال خبر ورکړ.
سعودی عرب د امریکې، اماراتو او ځینو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر بیا اقتدار ته د ستنولو په بهانه د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملې شروع کړې او ورسره یې دغه هیواد د ځمکې، سمندر او هوا له لارې بیخی کلابند کړی دی او د عربستان په بریدونو کښې تراوسه په یمن کښې لسګونه زره کسان وژل شوی او زخمی شوی دی او میلیونونه نور کډه په سر شوی دی.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i64891

captcha