قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عراق نون خبرونو نه په نقل، د پاکستان په لاهور ښار کښې د رضویه نظامی دینی مدرسې مشر شیخ محمد حبیب سعیدی دی چې ۱۵ زره دینی مدرسو څارنه کوي.
هغه عراق ته د سفر په اړه وویل: مونږ د اهل سنتو زائرانو ډلې سره د عراق ښارونو کربلا، نجف او کاظمین ته سفر باندې تلې وو.
سعیدی وویل: خو ولی له بده مرغه د پاکستان ځنې رسنۍ د شیعیانو او اهل سنتو ترمنځه د اختلاف او ډله ډلبندۍ لپاره هڅې کوي.
هغه څرګنده کړه: مونږ دې سفر باندې تللو سره یوه وېره لرله، ځکه چې مونږ دا فکر کولو چې شیعیان به مونږ له داعش نه ګڼلې، خو ولی کله چې مونږ د نجف په هوایي ډګر ښکته شو او کله مو په خپلو سترګو د عراقی خلکو مینه د علی علیه السلام، امام حسین علیه السلام او عباس علیه السلام په حرم کښې ولیده نو زمونږ نظر بدل شو.
سعید په دې تاکید سره چې مونږ اهل سنت هغه کسان چې د داعش ترهګرې ډلې او د تکفیریانو اعتقادات لري مسلمانان نه ګڼو، وویل: دا کسان امریکې سره تړاو لري او لکه چې څرنګه په نورو رسنو کښې هم مطرح شوي، چې د امریکې الوتکو له هغوي حمایت کوي او هر هغه څه چې د مسلمانانو ترمنځه فتنه اچولو لپاره ضروري وې دې ته چمتو کوي.
هغه په ادامه کښې د مسلمانانو ترمنځه د اتحاد او وحدت لپاره د آیت الله سیستانی مهم رول ته اشارې سره وویل: مونږ له دې نه مخکښې د آیت الله سیستانی نوم سره بلد نه وو، خو ولی اورېدلي مو وو چې د عراق یو ځواکمن شخصیت دي چې د عراق اهل سنت او شیعیان یی خوښه وې، ځکه چې هغه د دوې ترمنځه فرق نه کوي، په پاکستان کښې هم ډېر خلک هغه خوښه وې او چې کله دلته راغللو نه خبر شو چې دا شخصیت د آیت الله سیستانی دي.
http://iqna.ir/fa/news/3678407