قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «المصریون» ورځپاڼې نه په نقل، احمد الطیب د عربی سپوږمیزی چینل «اسکای نیوز» سره مرکه کې د فرانس ترهګری پېښه محکوم کولو سره اعلان وکړو چې دا رنګه حملې هیڅ یو دین او آیین کې د تایید وړ نه لری.
هغه په ادامه کې د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم آخیرنۍ خطبی ته اشارې سره وویل: په دې خطبه کې راغلې چې« ای خلکو ستاسو وینی او جایداد او مال په یو بل تر هغه ورځی چې الله سره ملاقات وکړی او د نن ورځې او سپېڅلې میاشتې هر ډول یرغل حرام دی» نو د دې خطبی ړومبنۍ لیک د انسان د وینې د حرمت په اړه دی چې الله هغه حرامه ګرځولی.
شیخ الازهر د فرانس خلکو خواخوږی کولو سره د اروپایی رسنۍ له اړخه د داعش ترهګری ډلې ته د «اسلامی حکومت» عنوان ورکولو باندې نیوکه وکړه او وې ویل: اسلام د رحمت دین دی او دارنګه ترهګری اقداماتو تایید نه کوی.
هغه تاکید وکړو: د دې اقداماتو پر اساس د اسلام قضاوت نشې کولی، ځکه چې له دې نه مخکې د نورو دینونو هم لکه د مسیحیت او یهودیت د خلکو وژلو لپاره د یو اوزار غوندې استعمال شوی او اوس دا مسئله د اسلام په غاړه شوی.
هغه د الازهر اوسنې فعالیتونو او اقداماتو ته اشارو سره وویل: الازهر د مسلمانانو حاکمانو یوې شورا مرستې سره یوه غونډه د سولې عنوان سره اروپایی هیوادونو ته لېږلې او همدارنګه یی د ښودنو طریقو ته اهمیت ورکولو سره دینی فکر کې بدلون راوستلی.
شیخ الازهر څرګنده کړه: تکفریر ترهګر(داعش او نور تکفیرې ډلی) د اسلام ځنې لفظونو لکه خلافت او حاکمیت وغیره، غلط تفسیر سره ځوانان ځان ته جذب کوی، چې الازهر اوس د دې لفظونو مفهومونه په مختلفو ژبو کې صحیح کولو لټون کېدی.
احمد الطیب په اخیره کې وویل: الازهر تر اوسه یو شمېر کانفرانسونه د ترهګرو او افراطی ډلو سره مقابلې لپاره پیل کړی چې په دستمبر میاشته کې یی «د ترهګری سره مقابله» کانفرانس هم پیل کړی وو.
http://iqna.ir/fa/News/3453117