IQNA

په فرانسې کې د زوړپال سیاستوال اسلام ضده څرګندونومحکومیّت دوام لري

17:04 - October 03, 2022
د خبر لمبر: 3486282
ایکنا-(تهران)په فرانسې کې د مسلمانانو دنابودۍ او دنیوزیلینډ دمسلمانانو د وژلې  له عامل ترهه ګرڅخه دملاتړ په باب په یوه ټيلیویژڼي پروګرام کې د فرانسې د یوه ښي پال سیاستوال پاټریک ګارډن څرګندونو،د فرانسې په سوشل میډیا او اجتماعي چینلونو کې ډير کلک غبرګونونه راپارولي دي.

ایکناخبری اژانس د الجزیره له قوله راپور راکړ،د فرانسې یو ښي پال فعال او سیاسی څيرې پاتریک ګارډن په یوه ټيلیویژني پروګرام کې  په نیوزیلینډ کې د مسلمانانو د وژلې له عامل ترهه ګرڅخه په ملاتړ سره ،د فرانسې له اسلامی کولو سره د  مقابلې په خاطر ددغه هیواد  مسلمانانو د نابودۍ غوښته وکړه.د ټولنیزو چینلونو کارؤنکو دغه څرګندونې په سخته محکومې کړي دي. 

 پاټریک ګارډن د فرانسې د ټي پي ایم بی  پروګرام  په اجرا کې پخپلو څرګندونو کې چې د فرانسې له سی ۸چینله  خپریږي، په ډاګه ووئيل چې د نیوزیلینډ دترهه ګرې حملې په باب هیڅ مشکل نه ویني.

ګارډڼ  روښانه کړې ده ، هغه  د یوه دین په توګه له اسلام او د یوه آسماني مقدس کتاب په توګه له قرآن سره واقعی مشکل لري. هغه په پاریس کې د ۲۰۱۵کال  دترهه ګرو حملو چې  یو سل اوه دیرش کسان پکې قرباني  شوي  او په نیوزیلنډ کې  په یوه جومات باندې  حملې چې۴۹لمونځ ګوزار مسلمانان پکې قرباني شول،په پرتله کولو سره،هغو  کسانو ته په خطاب کې  چې دغه حملې ئې محکومې کړي دي،ووئيل،نه شوکولی،هغه کار محکوم کړو چې پخبله ئې  دنورو په وړاندې کوو،محکوم کړو،د خدای شکر، ځکه فرانسې تر دې دمه یوه یهودي ټولنه لري او د ځينو له هلوځلو سره سره ، په بشپړ ډول اسلامی شوی نه دی.

دغه څرګندونې په ټولنیزو چینلونو کې له پراخ غبرګون سره مخ شوي دی . دغه  فعالان پوښتنې کوي،که یو مسلمان، د مسیحیانو په باب دغه شان خبرې وکړي،نو څرنګه چلند به ورسره وشي؟، آیا بیا به هم د فرانسې یو چینل په یوه ټيلیویژني چینل کې  دهغه کوربتوب وکړي څو خپلې څرګندونې، په ډاګه بیان کړي؟

د مصر د عدالت یوه وکیل نبیل بودي پخپل ټولنیز چینل کې ددغو څرګندونو په غبرګون کې  لیکلي دي،ډیری هغه کسان چې دي ئې وکالت کړی دی ،د ګارډن دڅرګندونوڅخه د ډیرو کمو خبرو په دلیل ئې محکمې ته ورکش کړي او محکوم کړي دي .هغه دخپلو موکلانو د مسلمان شونه ددغو غبرګونونو  دلیل  معرفي کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4089401/%D9%

captcha