IQNA

قران مجید څه وايي/9

قران کریم وايي ایا خپل دښمن پیژندئ؟

16:29 - June 15, 2022
د خبر لمبر: 3485889
تهران(ایکنا)ـ کله چې خدای پاک ج انسان وپانځوه متکبر انسان له پروردیګار سره خپله دښمنۍ پیل کړه.

قران کریم وايي ایا خپل دښمن پیژندئ؟کله چې خدای پاک ج انسان جوړ کړ او په هغه کښې یې خپل روح ورپو کړ، نو انسان اشرف مخلوقات ونومول شوځکه چې داسې کمالاتو ته د رسیدا وړتیا یې لرله چې د نورو موجوداتو لپاره یې امکان نه درلود.
خدای پاک ج فرښتې خپل دربار ته وروبللې چې اشرف مخلوقات یعني انسان ته سجده وکړي.
شیطان چې د خدای په دربار کښې مقربه فرښته وه او ځان یې له انسان څخه بره باله انسان ته سجده ونکړه.
شیطان د خدای له دربار څخه وشړل شو او له الهي غضب سره مخامخ شو.
شیطان په همدې دلیل د انسان دښمن شو او قسم یې وخوړه انسان د کمال (د استعدادونو له ودې او د خدای له قرب) څخه منحرف کړي.
«قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ: (شیطان خدای ته په خطاب کښې ) وویل د ستا په عزت مې دې قسم وي چې ټول خلک ګمراه کوم»(ص/۸۲).
دغه قیصه په مفصل ډول د بقره سورې له څلوردیرشو ایتونو څخه تر نهه دیرشو ایتونو په شان د قران کریم په ډیرو ایتونو کښې بیان شوي ده.
د اسلامي تعلیماتو پراساس شیطان کولای شي انسان په وسوسې او د ګناه او د غفلت لارې ته په ترغیبولو سره هغه د خدای له لارې څخه منحرف کړي.
خدای پاک ج هم په قران کښې په ځلونو شیطان د انسان دښمن معرفي کړی دی:«وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ:
داسې نه چې شیطان تاسو ګمراه کړي ځکه چې هغه د تاسو ښکاره دښمن دی»(زخرف/۶۲).
د ایران ستر عالم محسن قرائتي په «تفسیر نور »کتاب کښې د قران مجید د دغه ایت په توضیح کښې وايي:
۱ حضرت ادم علیه السلام او حضرت بي بي حوا سلام الله علیها ته په دوکې ورکولو کښې د شیطان مخینې ته په پام سره د هغه دښمنۍ له چا پټه نه ده.«عَدُوٌّ مُبِينٌ»
۲ د شیطان پیژندګلوۍ او وسوسې غور او تعاقل ته ضرورت نلري،ځکه چې د انسان فطرت په اسانۍ سره انحراف پیژندي.«عَدُوٌّ مُبِينٌ»
اوس باید ووینو په دې خبرې پوهیدل چې شیطان د انسانانو دښمن دی،څه ضرورت لري؟
که چیرې دغه خبره ومنوچې انسان داسې موجود دی چې د هدایت له لارې ودې او تکامل ته ګروهنه لري، نو هغه اړتیا لري چې د خپل پرمختګ په لاره کښې شته خنډونه وپیژندي.
په همدې دلیل د دغه دښمن او د هغه د نفوذ کولو د لارو پیژندل د هر انسان اصلي دنده ده.

تړلې خبرونه
captcha