IQNA

په اسلامی امت کې تفرقه او درز د دینی تنګ نظرۍاو افراط پالنې نتیجې دي

13:18 - December 24, 2021
د خبر لمبر: 3485165
 تهران (ایکنا) -عبدالله احمد صفرآئل په اوسمهاله نړۍ کې د مسلمانانو د وحدت د ضرورت په چورلیزتوب سره  ووئيل،بې شکه د اسلامی وحدت موضوع د خداي له فرمانه د اطاعت په معنا ده

زمونږخبریال د ایکناخبری اژانس له قوله راپور راکړ ،د کویت د پوهنتون یوه استادعبدالله احمد صفرائل په یولړ څرګندونو کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې  د مسلمانانو پر وحدت او یووالي په قرآن کریم کې ډير ټينګار شوی دی ،  ووئیل ، بې شکه  اختلاف شته ، خو  مهمه موضوع هغه سرزوري او افراط پالنه ده چې  باید هیڅ وجود ونه لري . همداراز باید  په دیني مسئلو کې تنګ نظری چلند ونه کړو  ،ځکه  د درز ، کمزورتیا او ښکیلیدا سبب به شي .

 عبدالله احمد صفرآئل په اوسمهاله نړۍ کې د مسلمانانو د وحدت د ضرورت په چورلیزتوب سره  ووئيل،بې شکه د اسلامی وحدت موضوع د خداي له فرمانه د اطاعت په معنا ده ، ځکه خداوندمتعال  په قرآن کریم کې فرمائيلي  دي، چې د درست دخداي په رسئ منګولې ښخې کړئ  او تیت پرک نه شئ او د خداي نعمت پرځان یاد کړئ .

د کویت دغه پوهنتوني استاد په ډاګه کړې ده، نن سبا د اسلامی امت له کمزورتیایوازې هغه لوري ګټه پورته کوي،چې د اسلامی نظریاتو او اسلامی امت په ضد تفکرات لري او په اسلامی امت کې د درز او تفرقې چلولونو څخه استفاده کوي،باید درست اسلامی هیوادونه د استعمار او استکبارپه دغو چلولونو ونه غولیږي او خپل اتحاد او یووالی  پیاوړی کړي څو د اسلامی امت او اسلامی نړۍ په ضد د جنایتکارو او استعمارګرو دسیسې شنډې  شي .

https://iqna.ir/fa/news/4013513/تفرقه

captcha