زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف نن په تهران کی د اسلامی شورا د استازیو په ټول کی وویل له افغانستان ، پاکستان ، روسیې ، ترکیې او قطر سره د ایران اړیکی ډیرې ښې دی .
ظریف له افغانستان او پاکستان سره د ایران اړیکی سټراټیجیکې وبللې او زیاته یې کړه ایران په سیمه کی هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوی چی ترهه ګر د هغو له خاورې د خپلو ګټو د تامینولو لپاره استفاده وکړی .
ښاغلی ظریف همدراز د افغانستان داخلی وضعیت ته په اشارې سره وویل ایران د افغانستان د ټولو لورو په شتون سره د سولې د ټینګولو غوښتونکی دې .