IQNA

یو بل ناکامی د امریکا لپاره؛ دا ځل حزب الله لبنان دری تنو مشهورو غړو تحریم

1:05 - July 16, 2019
د خبر لمبر: 3482302
نړیواله ډله: امریکا خصمانه تګلاره د مقاومت محور په وړاندی د لومړیو ورځو څخه تر ننه پوری هیڅ عجیب او حیرانوونکې نه دی.
د ایکنا راپور له مخې، د افغان غږ خبری آژانس ویبپاڼې نه په نقل، امریکا خصمانه تګلاره د مقاومت محور په وړاندی د لومړیو ورځو څخه تر ننه پوری هیڅ عجیب او حیرانوونکې نه دی. دا تګلاره د ایران په وړاندی ددی لپاره دی چی دا هیواد د صهیونیستی رژیم په وړاندی مقاومت غورځنګونو په راس کې قرار لری او ټول هغه سیاستونه او اهداف چی ایران اسلامی جمهوریت یی تحقق په لټه دی، په یو ډول سره د صهیونیستی رژیم په وړاندی مقاومت سره ختمیږی.
د امریکا اخیر اقدامات د ایران مشهورو شخصیتونو تحریم په برخه کې، چی اسلامی انقلاب په وړاندی واشنګتن خصمانه سیاستونو په لړ کې هغه ته ضربه وهلو لپاره صورت ونیول، خو په حقیقت کې یو مذبوحانه هڅه وه چی آمریکا لپاره مطلوب نتیجه ورنه کړی.
هغه څه چی مقاومت جبهه کې مهم مقام څخه برخمن دی، حزب الله لبنان دی. حزب الله یو سیاسی، ټولنیز، کلتوری او دینی غورځنګ دی چی لبنانی ټولنه کې ریشه لری او ددی همبستګی کولای شو لبنان ټولنه کې حزب الله لبنان طبیعت او لبنان ټولنې یوشان والی کې وبولو؛ د همدی لپاره حزب الله برجسته درو کسانو تحریم او هغوی تروریست بلل نه شی کولای چی حزب الله لبنان مقام ته کوم کوچنی زیان لبنانیانو ترمنځ او لبنان ټولنه کې رامنځته کړی.
سید حسن نصرالله، حزب الله لبنان عمومی دیر تیره شپه(جمعه، ۲۱ سرطان) ددی ګوند برجسته غړو تحریم په غبرګون وویل: دا خو کوم نوی موضوع نه ده او حزب الله لبنان د ۸۰ لسیزی څخه د امریکا تحریمونو په لیست کې قرار لری. نوی موضوع داده چی پارلمان نمایندګان د تحریمونو په لیست کې اضافه کړي او دا اهانت و لبنان نمایندګانو او دولت ته دی.
هغه نکته چی آمریکا د حزب الله په وړاندی خصومتونو او حزب الله څېری تورولو لپاره پروسه کی هغه  ته بی توجه دی، دادی چی صهیونیستی رژیم او آمریکا د لبنان ضد جګړه په جریان کې په ۲۰۰۶ کال( ۳۳ ورځنۍ جګړی باندی مشهور) هڅه وکړه چی مسکونی سیمو باندی تمرکز سره، بالخصوص هغه سیمو باندی چی حزب الله ملاتړ په کې متمرکز وو، د لبنانیانو خشم د حزب الله په وړاندی راپورته کړی، خو دا هڅې برعکس نتیجه ورکړه او حزب الله په دی جګړه کې بریالی شو.
حزب الله لبنان عمومی مدیر تیره شپه خپله المنار شبکه کې وویل چی ۳۳ ورځنۍ جګړی ټول لاسته راوړنې تراوسه پرځای دی او حتی تثبیت هم شوی دی، مقاومت تیرو ۱۳ کالو کې تحریمونو سربیره، هره ورځ پیاوړۍ شوی او په پراخ توګه پرمختګ کړی دی.
شکاره خبره ده چی آمریکا اقتصادی تحریم د حزب الله مسؤولینو په وړاندی هیڅ اغیز نه لری؛ ځکه چی حزب الله د یو نظام مند جوړښت په حیث، پراخ سرمایه درلودونکې دی چی خدماتی، ټولنیز، زده کړیز او اقتصادی طرحو کې په لبنان کې صرف شوی او اقتصادی فعالیتونه یی داسی لبنانی ټولنه کې نغښتی دی چی آمریکا هڅي د حزب الله تحریم لپاره لبنان کې دننه نتیجه نه لری او نه به ولری.
واضح خبره ده چی اوسنۍ شرایطو کې د سیمی مشکلاتو په سیوری کې، ډير سناریو اجرا  په لاس کې دی چی پیړۍ معامله یا معامله قرن یو د هغو څخه دی.
د سید حسن نصرالله په باور، پيړۍ معامله سره ایران مخالفت یعنی د پیړۍ معامله ناکامی؛ ایران مقاومت او تروریستانو ماته په سوریه کې او عراق بریالیتوب تروریستانو باندی او یمنیانو پایداری یعنی د پيړۍ معامله ناکامی.
حزب الله لبنان عمومی مدیر وویل: آمریکا استکبار هغه وخت چی قدس د اسرائیل پلازمینه اعلان کړ، پیړۍ معامله لوری ته خلاصی تیر وغورځول او دا ټول هڅې د پيړۍ معامله بېرته ژوندی کولو لپاره دی. هغوی د فلسطینیانو وحدت او ایران پایداری په دلیل تقریبآ یواځی دی او سوریه کې بریالیتوب کوم نتیجه ته به ونه رسیږی.
د آمریکا خصمانه اقدامات د مقاومت محور په وړاندی به د هغوی ناکامی لامل شی؛ ځکه آمریکا هم دا نکته باندی پوه شوی چی ایران او مقاومت محور ګواښل هیڅ ګټه نه لری؛ لکه څنګه چی حزب الله عمومی مدیر هم ورته اذعان کړی دی: ایرانیان و محاصره او تحریم ته به تسلیم نه شی، هغوی به دا ګواښونه و فرصت ته بدل کړی او له طریقه یی، داخل تولید پياوړۍ کړی. ایرانیان خپل اړیکو پياوړۍ کولو په لړ کې د ګاونډی هیوادونو سره ګام پورته کوی او اقتصادی پرمختګونو کې خپل توان پياوړي کولو په حال کې دی. بل موضوع هسته ای موضوع دی چی ایرانی لوری ۶۰ ورځی مهلت وټاکل او ددی مهلت څخه تیریدو وروسته، غنی سازی زیاتول اعلان کړ.
واشنګتن اقدامات د مقاومت محور شخصیتونو تحریم کې به کوم نتیجه ونه لری.
captcha