IQNA

د افغانستان انتخاباتي ټیمونو د ولسمشریزو ټاکنو د روڼوالي د ضمانت لپاره ائتلاف جوړ کړ

11:59 - July 15, 2019
د خبر لمبر: 3482299
نړیواله ډله: د افغانستان دریو انتخاباتي ډلو ویلي دي چې د دوي ائتلاف د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو، په هغو کښې د درغلۍ د مخنیوي او همداشان د حکومت د غیرقانوني کړنو د مخنیوي لپاره جوړیږي.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرايي مشر عبدا... عبدا...، د ملي امنیت د تیر سلاکار محمد حنیف اتمر او د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار انتخاباتي ټیمونو د دغه هیواد په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ګډون لپاره په نزدې راتلونکي کښې د یو سیاسي ائتلاف د جوړولو خبر ورکړ.

افغان سرچینو ویلي چې دغو دریو انتخاباتي ډلو پرون ویلي دي چې د دوي ائتلاف د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو، په هغو کښې د درغلۍ د مخنیوي او همداشان د حکومت د غیرقانوني کړنو د مخنیوي لپاره جوړیږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات د روان میلادي کال د ستمبر په اتویشتمه نیټه ترسره شي.

http://parstoday.com

captcha