IQNA

په جومات کښې بم اېښودلو باندې تور هندي غړې په عدالت کښې

1:25 - June 10, 2019
د خبر لمبر: 3482233
نړیواله ډله: د هند پارلمان یو غړې چې په دغه هیواد کښې په یو جومات کښې بم اېښودلو کښې په کال ۲۰۰۸ کښې لاس لرلو باندې تور دې، د جمعه په ورځ ۱۷خرداد باندې عدالت ته وړاندې شو.

د ایکنا راپور له مخې، له جاکارتاپوسټ نه په نقل، سادوی پراګیاټاکر له دې نه مخکې هم باندې په کال ۲۰۰۸ کښې د هند په غرب کښې په جومات باندې په ترهګرو بریدونو کښې چې ۶کسان په کښې مړه او تر ۱۰۰ کسانو ټپیان شوې وو، شتون لرلو تور سره عدالت ته تلې وو.
بیا هم، هغه د هند اخیرني انتخاباتو کښې تر پارلمان رسېدلې وو، د جمعه په ورځ لومړي ځل په داسې حال کښې چې د پارلمان غړې دی د بمبئی عدالت ته غوښتلې دې.
د هند عدالتي نظام کمزورتیا له کبله، په هغه باندې د دغه تور څېړنو تر ۱۱ کالو نه زیاته موده اخیستلې ده.
پولیس وایئ په کال ۲۰۰۸ کښې له خپل موټرسیکل نه د مالیګوان ښار په مهاراشترا ولایت کښې په جومات باندې ترهګره برید کولو لپاره چاودونکې مواد وړلو لپاره استفاده کړې ده او برید کولو پروګرام جوړولو لپاره ترسره شوې غونډو کښې یی ګډون کړې دی.
ټاکر چې د بهاراتیا جاناتا ګوند غړې دې، دوه ونۍ مخکې د هند عمومي انتخاباتو کښې په صنعتي ښار بوپال کښې ۶۲٪ رایه ترلاسه کړې او تر پارلمان رسېدلې دی.
د هند مسلمانان چې تل له افراطی هندوانو له اړخه په دغه هیواد کښې ځنې تبعیضونو او تاوتریخوالی سره مخامخ دی، په اخیرني کلونو کښې د بهاراتیا جاناتا افراطی ګوند غړې نارندر مودی د ولسمشر به توګه ټاکلو نه ورستو نور زیات له دغه تبعیضونو او تاوتریخوالی سره مخامخ شوی دی.
http://iqnanews.ru/fa/news/3817488
captcha