IQNA

د جمعه لمونځ به خطبو باندې د سری لانکا د حکومت څارنه

22:39 - May 13, 2019
د خبر لمبر: 3482166
نړیواله ډله: د سری لانکا حکومت د ترهګرو بریدونو نه ورستو چې په دې ورستو کښې په دغه هیواد کښې په سلګونو مړه او ټپیان ورکړې دې، د جوماتو او د جمعه لمونځ په خطبې باندې څارنه او مهار کړې دې.

د ایکنا راپور له مخې، د عربی ۲۱ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سری لانکا حکومت د ترهګرۍ سره مقابلې په بهانه د دغه جوماتونو د نظر لاندې ساتل او څارنه کوې.
هم په دې اړه، د سری لانکا حکومت له جومات چارواکو غوښتنه کړې چې یوه نسخه د جمعې د لمانځې د خطبی او تقریر د دغه هیواد چارواکو ته ورکړې.
په سری لانکا کښې د ترهګرو له بریدونو نه ورستو، په دغه هیواد کښې اضطراري حالت اعلان شوې دې او هم په دغه اړه د دغه هیواد امنیتي ځواکونو یو شمېر بریدونو سلسله پيل کړې چې په نتیجه کښې یی یو شمېر مړه کړې دې.
پولیس اعلان کړې چې ۵۶ شکمن کسان تراوسه په زندان کې دې.
همدارنګه د دغه هیواد چارواکو د اسلام خلاف اقدامات لکه د نقاب بندیز او تر ۲۰۰ بهرنې هیوادونو نه راغلې اسلامی تبلیغ کوونکو ویستلو اقدام یی ترسره کړې.
د دې کال د اردیبهشت میاشتې په لومړي تاریخ په سرې لانکا کښې د مسیحیانو د اتبار په ورځ اختر سره سم په څلورو کلیساو کښې او په درې بېلابېلو ښارونو کښې ترهګره بریدونه شوې وو چې په نتیجه کښې یی ۲۵۰ کسان مړه او تر ۵۰۰ کسان ټپیان شوې وو.
د کال ۲۰۱۲ د رسمي شمېر پر اساس، په سری لانکا کښې۲۱ ملیون نفوس دی چې ۱۰٪ له دغه نه مسلمانان دې، سره د دې چې د دغه هیواد مسلمانان معتقد دې چې د هغې شمېر له اعلان شوې شمېر نه زیات دې او زیات مسلمانان د سری لانکا په مرکز او شرق کښې مېشته دی، د دې هیواد مسلمانانو دا توان ترلاسه کړې چې د دغه هیواد په سیاسي ډګر تر پارلمان او وزارتونو کښې ګډون وکړې، او د سری لانکا د اسلامی شورا غړې مدني ټولنه جوړه کړې.
http://iqnanews.ru/fa/news/3810457
captcha