IQNA

د سپاه خلاف د امریکې له بې عقلۍ ډکه کارړنګونه به هیڅ ګټه ونه لري

0:07 - April 10, 2019
د خبر لمبر: 3482085
نړیواله ډله: امریکې او ناپوهه دښمنانو له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې هر څومره چې وس او توان درلود د اسلامي ایران خلاف يې وکاروه خو هیڅ یې ونه کړی شول.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر له سپاه پاسداران سره د امریکایانو د دښمنۍ وجه د هیواد او انقلاب په دفاع کښې د دغه ځواک مخکښ والی وباله او څرګنده یې کړه: امریکې او ناپوهه دښمنانو له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې هر څومره چې وس او توان درلود د اسلامي ایران خلاف يې وکاروه خو هیڅ یې ونه کړی شول.حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي بیګا د حضرت سید الشهدا امام حسین علیه السلام د نیکمرغه میلاد او د پاسدار د ورځې په مناسبت د یوه ډله پاسدارانو او او د هغوي د کورنیو په کتنه کښې دغه ځواک په مختلفو ډګرونو کښې له دښمن سره د مقابلې په وړومبي صف کښې جنګیدونکی وباله او ویې ویل: سپاه هم په سرحدونو کښې له دښمن سره د مقابلې او عملیاتي میدان کښې او حتی له هیواده څو زره کیلومیټره لرې د حضرت بي بي زینب(س) د حرم په خواوشا کښې مخکښ دی او هم له دښمن سره د سیاسي مقابلې په ډګر کښې.
معظم رهبر له سپاه څخه د امریکایانو کینه په همدې وجه وبلله او زیاته یې کړه: امریکایان په خپل ګمان د سپاه خلاف او په حقیقت کښې د انقلاب او ایران خلاف پلان جوړوي او په لاره کښې یې خنډونه اچوي او ملنډې وهي البته دا خباثتونه به هیڅ ګټه ونه لري او خپله هغوي ته د خپل چل او دوکې په ورګرځیدو سره، د ټرمپ په شان د اسلامي ایران دښمنان او د امریکې د واکمن نظام د خوا و شا کم عقلان، د پستۍ په لور روان دي.
دوي د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د څلویښتو کلونو دسیسې او په عین حال کښې د انقلاب پرمختګ د ایراني ولس د خوځښت په اودرولو کښې د امریکایانو د ناتوانۍ نښه وبلله.
حضرت آیت ا.... العظمی خامنه اي زیاته کړه: د دښمنانو د خیال په اپوټه د اسلامي نظام ننی عزت او قدرت د ایټم بم په وجه نه دی ځکه چې مونږ له اول نه ټینګار کړی چې ایټمي وسله زمونږ د دیني اصولو خلاف ده او هیڅ ضرورت ورته نه لرو، په دې وجه د اسلامي نړۍ په سترګو کښې د ایراني ولس ننی عزت او اقتدار د خلکو د دریدنې، سرشیندنې او بصیرت په وجه دی.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i81419
captcha