IQNA

د بخښنې نړیوال سازمان په کابل کښې پر زده کونکو ترهګرې حملې ته غبرګون وښود

11:16 - August 18, 2018
د خبر لمبر: 3481440
نړیواله: په جوزجان ولایت کښې د داعش او د طالبانو ترمنځ په سختو جنګونو کښې د دواړو لورو څه دپاسه درې سوه(۳۰۰) کسان مړه او ژوبل شوي وو .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د رپورټ له مخې د بخښنې نړیوال سازمان وویل: د کابل په لویدیځ کښې پر افغان زده کونکو حمله ښودنه کوي چې افغانستان او په تیره بیا د دغه هیواد پلازمینه د ملکي وګړو لپاره په هیڅ توګه امنه نه ده.
د ملګرو ملتو د ماشومانو ادارې (یونیسف) هم په کابل کښې پر زده کونکو ترهګره حمله د خواشینۍ وړ بللې او ویلي یې دي: د افغان ماشومانو د ساتنې لپاره باید لازیات اقدامات ترسره شي.
د ویلو ده چې وړمه ورځ د کابل د لویدیځ په شیعه میشته سیمه کښې په یو روزنیز مرکز باندې د ترهګرې حملې له امله د ګڼو زده کونکو په شمول لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او کابو اویا تنه نور زخمي شول.
د دغې ترهګرې حملې پړه داعش جنایتکارې ډلې منلې ده.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i75676
captcha