د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، ایرنا خبری اژانس وایی د تحریک انصاف مشر او د لومړی وزارت کاندید عمران خان دامریکا د بایکاټونو په مقابل کښې د ترکیې د حکومت او دملت ملاتړ وکړ .
د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دغه راز د ترکیې پرضد د امریکا د اقتصادی بندیزونو په مقابل کښې د انقرې ملاتړ اعلان کړ .
په تیرې دوشنبې ورځې هم د پاکستان دباندنیو چارو وزارت په یوې (۱)بیانیې کښې د ترکیې پرضد دامریکا د وروستیو بندیزونو د غندلو په ترڅ کښې وویل اسلام اباد د هر هیواد پرضد د یواړخیزه بایکاټونو له لګولو سره مخالف دی .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې له ترکیې څخه خپل هیواد ته د فولادو او د الومینیمو په واردولو مالیات دوه(۲) برابره زیات کړل .
امریکا دغه راز د روان میلادی کال داګست د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې راهسې په ترکیې کښې دامریکا د پادری اینډریو برنسن (Andrew Brunson)د نه خوشی کیدا په وجه د ترکیې د حکومت د دوو وزیرانو پرضد بایکاټونه ولګول .
د ترکیې حکومت پادری اینډرو برونسن د ۲۰۱۶ میلادی کال له اکتوبر میاشتې راهسې دترهګرو اقداماتو، د جاسوسۍ او د حکومت له مخالف مشر فتح الله ګولن سره د اړیکو د لرلو په تور نیولی او اوس هم په ترکیې کښې جلاوطن دی .
ترکیه فتح الله ګولن چې په امریکا کښې وسیږی د ۲۰۱۶ میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې دپینځلسمې(۱۵) نیټې د کودتا عامل ګڼی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i75639