IQNA

القاعده او داعش ډلې دعربستان دعسکرو مرسته کوی

13:28 - August 16, 2018
د خبر لمبر: 3481433
نړیواله: د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د پوځ او د ولسي کمیټیو دفاعي قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام پرون وویل القاعده او داعش ترهګره ډلې د لویدیځ ساحل سیمې په جنګ کښې د سعودی عربستان د تیریګرو عسکرو په څنګ کښې جنګیږی .
هغه وویل صهیونیسټ رژیم هم دیمن د لویدیځ دساحل په جنګ کښې فعال دی او په دغه سیمه کښې دیمن دپوځ او د ولسی ځواکونو په بریالیتوب اندیښمن دی .
دیمن دانصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام زیاته کړه د ابوظهبۍ په هوایی ډګر وروستی برید یو(۱) بریالی کار وو چې پکښې څوارلس(۱۴) کسان ژوبل شوی او نوموړی هوایی ډګر ته یوشمیر تاوانونه هم رسیدلی وو .
دیمن د پوځ بې پایلوته الوتکې د روان میلادی کال دجولاۍ دمیاشتې په شپږویشتمه(۲۶) نیټه د ابوظهبۍ په نړیوال هوایی ډګر حمله کړی وه .
د سعودی عربستان د ال سعود رژیم او دهغه دملګرو هیوادونو لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره د پوځ او د ولسی کمیټیو دفاعی قدرت ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .

captcha