د ایکنا راپور له مخې، د ترکی آناتولی خبرونو نه په نقل، د مصر هیواد وزارت له اړخه د اعلان پر اساس د دغه هیواد ۶۷۸ کسان چې د بېلابېلو جرمونو له کبله بندیوان وو، ازاد شول.
د مصر هیواد وزارت په بیانیه کښې د سیاسي بندیوانو د بښنې به هکله شتون یا نه شتون ته هیڅ اشاره نه ده شوې.
لاس ته راغلې اطلاعاتو پر اساس، په راروانو دوه اونۍ کښې او د بښنې او یا په سزا کښې د کمولو درې حکمونو په چوکاټ کښې ۱۸۶۲ د مصر بندیوان ازادېږي، د روان کال په می میاشته کښې هم د دغه هیواد د ۳۲۲ بندیوانو د بښنې حکم صادر شوې وو.
یادښتونه؛ د مصر د دفاع وزیر عبدالفتاح السیسی د ۲۰۱۳ کال په جنوري میاشته کښې، د دغه هیواد د ۲۰۱۱ کال پاڅون لومړي ولسمشر محمد مرسی په کودتا له قدرت نه لرې کړي وو.
د ځنې خبرونو سرچینو له مخې په دغه جریان کښې په زرګونو کسان نیولې شوې وو چې زیات په هغو کښې د اخوان المسلمین طرفداران وو.
http://iqna.ir/fa/news/3738156